هرمزتنګی؛ سټراټژيکه اوبلاه (1)
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ؛ هرمز تنګي ؛سټراټژيکه اوبلاره ؛ نومې لړئ له لومړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو. هیله ده چې ددغې مهمې او سټراټژيکې اوبلارې په باب ددغې لړئ له مختلفو مطلبونو استفاده وکړئ په دې هیله چې تر خوښه مو شي ، ترپایه د تاسو د ملتیاغوښتونکي یوو.
ګلونو دوستانو لکه څنګه چې پوهیږئ ، کله کله د ملتونو برخلیک او حتی د نړۍ اقتصاد د دوو سواحلو ترمینځ له یوې تنګې او محدودې تېرېدونکي لارې سره تړل کېږي. د هرمز تنګی، چې د فارس خلیج دروازه او د نړۍ له مهمو سټراټیژیکو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي، له پېړیو راهیسې د تاریخ، سوداګرۍ او نړیوال سیاست په زړه کې ځای لري. په (هرمزتنګی ؛سټراټژیکه اوبلاره) نومې لړئ کې به د دغې برخلیک ټاکونکي سمندري لارې تېر او اوسنی حالت ته یوه ځغلنده کتنه وکړو ، یو داسې روایت چې د هغې جغرافیې، قدرت او ځانګړي مقام کیسه بیانوي چې هرمز ئې د نړۍ له مهمو سیمو ګرځولی دی.
دوستانو په دې وروستیو شپو ورځو کې د هرمز تنګي نوم تر بل هر وخت زیات د نړۍ په رسنیو کې آورېدل کېږي. دا هغه تنګی یا اوبلاره ده چې له کلونو راهیسې د ګڼو سیاسي، اقتصادي او امنیتي بدلونونو په مینځ کې مطرح ده او هر بدلون پکې د حکومتونو، نړیوالو بازارونو او عامه افکارو پام ځان ته اړوي.
ممکنه ده ، تاسو ډېرو مخکې هم د هرمز تنګي نوم آورېدلی وي؛ خو وروستیو پېښو یو ځل بیا د دغې سټراټیژیکې سمندري لارې اهمیت د نړیوالو پام ځان ته ګرځولی دی. دا یوازې یوه سمندري لاره نه ده، بلکې د انرژۍ او نړیوالې سوداګرۍ په معادلو کې د نړۍ له تر ټولو اغېزشیندونکې سیمه ګڼل کېږي.
د نوموړي لړئ په مختلفو مطلبونو کې به هڅه وکړو چې د دغه مهم تنګي بېلابېل اړخونه وڅېړو. لومړی به د هغه له ځانګړتیاؤ او جغرافیائي موقعیت سره اشنا شو، وروسته به ئې تاریخ او مخینې ته ور وګرځو؛ هغه تاریخ چې ښئي هرمز د پېړیو په اوږدو کې څنګه د سیمهییزو او نړیوالو اړیکو په جوړولو کې مهم رول لوبولی دی.
ورپسې به د تاریخ په رڼا کې پر هرمز د ایران د مالکیت موضوع وڅېړو او په بېلابېلو پړاؤنو کې به ئې جیوپولیټیکي اهمیت ته پام وکړو. همدارنګه به وګورو چې هرمز اوبلاره ولې لا هم د نړۍ له مهمو سټراټیژیکو سیمو څخه شمېرل کېږي او څنګه د سیمې او نړۍ په اوسنیو بدلونونو کې برخلیک ټاکونکی رول لري.
نو په دې تاریخي او تحلیلي سفر کې له مونږ سره ملګري شئ، څو د نړۍ د یوه مهم تنګی روایت له تېرو وختونو څخه تر نن ورځې تعقیب کړو؛ د هرمز روایت، داسې تنګی چې نوم ئې د سیاست، اقتصاد، امنیت او د ډېرو هېوادونو له برخلیک سره تړلی دی.
د دې لپاره چې د نړیوالو معادلو په چوکاټ کې د هرمز تنګي نننی مقام درک کړو، اړینه ده چې لومړی ځینو مهمو جیوپولیټیک نظریو ته پام وکړو. د دې علم د مفکرینو له نظره، د ځینو سیمو جغرافیائي موقعیت داسې دی چې د خپلو شاوخوا پولو له محدودیتونو هاخوا د نړۍ پر سیاسي او اقتصادي بهیرونو اغېز کوي.
په همدې چوکاټ کې، د جیوپولیټیک مشهور نظریهپوه نیکولس سپايک مِن (Nicholas Spykman )په دې باور ؤ چې اصلي قدرت د نړۍ د وچو سیمو ساحلي کمربندئ یا «ریملنډ» په کنټرول کې نغښتی دی. هغه د Halford Mackinder له خوا د «هارټلنډ» یا د ځمکې د زړه په نظرئې کې په بیا کتنې سره مطرح شوی ؤ او ټینګار ئې کاوه، هغه هېوادونه چې د اروپا او اسیا د ساحلي سیمو په اوږدو کې موقعیت لري، د نړئ د قدرت د انډول په برابرولو کې ټاکونکی رول لري.
د دې لیدلوري له مخې، هر هغه لوبغاړی چې په دغې سټراټیژیکې کمربندئ کې نفوذ لرلی شي، پر نړیوالو بدلونونو د اغېزشیندلو لپاره به زیات ظرفیت ولري. په داسې انځور کې، هرمز تنګی یوازې سیمهییزه سمندري لاره نه ده، بلکې د نړۍ د جیوپولیټیکي اړیکو په لړئ کې یوه مهمه کړۍ بلل کېږي.
البته د هرمز اهمیت یوازې په سیاسي او سټراټیژیکو نظریو پورې محدود نه دی. د جیوپولیټیک اوسمهاله مفاهیمو له رامنځته کېدو ډېر پخوا، سمندري ماڼوګانو (کشتئ چلونکو) او پوځي قوماندانانو د دغه تنګي بېساری ارزښت درک کړی ؤ.
له دغو کسانو څخه یو هم د پرتګال نامتو سمندري قوماندان آلبوکرک Afonso de Albuquerque) )ؤ، چې د تاریخ په یوه پړاو کې یې د هند سمندر او فارس خلیج په اوبو کې شتون درلود. هغه باور درلود چې د نړۍ پر درو مهمو تنګیو، یعنې بابالمندب، هرمز او مالاکا د واکمنۍ ترلاسه کول، په نړیوال قدرت کې ستربرلاسی رامنځته کولی شي.
هغه څه چې دا لیدلوری لا مهموي، د دغو درو سټراټیژیکو لارو ترمنځ د هرمز مرکزي ځای دی. د هغه په اند، پر هرمز تنګي کنټرول نه یوازې پر همدې تنګي، بلکې د سوداګرۍ، توکو او انرژۍ د لېږد پر پراخ چینل اغېز لري.
له همدې امله، د هرمز تنګی د تاریخ په اوږدو کې تل د یوې عادي سمندري لارې څخه ډېر مهم ګڼل شوی دی؛ داسې سیمه چې اهمیت ئې د انرژۍ له امنیت، نړیوالې سوداګرۍ او د نړۍ د قدرت له انډول سره تړاؤ لري او لا هم د نړۍ له خورا حساسو جیوپولیټیکي سیمو څخه شمېرل کېږي.
په نننۍ نړۍ کې د نړیوالې سوداګرۍ یوه لویه برخه د سمندري لارو پر اوږو ولاړه ده؛ داسې لارې چې د نړۍ د اقتصاد د حیاتي رګونو په څېر د لویو وچو یا براعظمونو ترمینځ د توکو او انرژۍ لیږد رالیږد ټينګ ساتي . د دغو ارتباطي لارو په مینځ کې تنګي ځانګړی اهمیت لري. د سوداګریزو بېړیو او ستروتیلی کشتیو یوه د پام وړ برخه خپلو منزلونو ته د رسېدو لپاره اړ دي چې له همدې محدودو سمندري لارو تېرې شي؛ داسې لارې چې ډېر وخت ورته مناسب بدیل وجود نه لري، او یا هم د نورو لارو کارول د لېږد لګښتونه او وخت په څرګند ډول زیاتوي.
په داسې شرایطو کې د هرمز تنګي اهمیت لا ډېر څرګندېږي؛ هغه تنګی چې د نړۍ د انرژۍ د یوې مهمې سیمې په زړه کې موقعیّت لري او د سوداګرۍ او انرژۍ د لېږد د دوام په ساتلو کې برخلیک ټاکونکی رول لوبوي.
هرمز تنګی د ایران په جنوب کې یو سمندري تنګی دی چې فارس خلیج له عمان سمندر سره نښلوي او له همدې لارې دغه سمندري حوزه د نړۍ له آزادو اوبو سره ارتباط پیدا کوي. همدغه ځانګړي موقعیت ته په کتو سره ، دا اوبلاره نه یوازې د سیمې په جغرافیې کې، بلکې د نړۍ په سټراټیژیکو معادلو کې هم ځانګړی مقام لري.
پر دغه تنګي حاکمیت د ایران او عمان ترمینځ وېشل شوی دی. د تنګي شمالي برخه د ایران د ځمکنیو اوبو په محدودې کې راځي او جنوبي برخه ئې په عمان پورې اړه لري. خو د تنګي یوه تر ټولو اوږده ساحلي کرښه چې پر دې اوبلارې څار لري، د ایران په واک کې ده، او همدا موضوع د دې تنګي په بدلونونو کې د ایران رول او اهمیت لا پسې زیات کړی دی.
هرمز تنګی کابو ۱۵۸ کیلومیتره اوږدوالی لري او سور ئې په بېلابېلو برخو کې له ۵۶ تر ۱۸۰ کیلومیترو پورې رسیږي. همدارنګه، د اوبو ژوروالی ئې هم په مختلفو سیمو کې توپیر لري او د سترو سوداګریزو بېړیو او تیلي کشتیو او ټانکرونو د تګ راتګ زمینه برابروي. همدا ځانګړتیاوې دي چې هرمز ئې د نړۍ د مهمو ستراتیژیکو تنګیو په کتار کې راوستی دی.
له بلې خوا، هرمز تنګی فارس خلیج ته د و اریدیدا او وتلو اصلي دروازه ګڼل کېږي؛ داسې لاره چې هر ډول بدلون پکې د سیمې پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي بهیرونو اغېزې درلودلی شي. ځکه چې د نړۍ د تیلو د تولیدوونکو هېوادونو یوه د پام وړ برخه د فارس خلیج پر سواحلو پرَته ده او د خپلوتیلو د صادرولو لپاره مجبوره دي چې له همدغه تنګي تېر شي.
له همدې امله، د دې اوبلارې اهمیت یوازې د هغې جغرافیائي موقعیت پورې محدود نه دی، بلکې هغه مهم رول ته ورګرځي چې د نړۍ د سوداګرۍ او انرژۍ د لېږد په پراخ چینل کې ئې ترسره کوي. یوازې په یوې برخې کې د نړۍ د تیلو د ټول لېږد کابو ۲۱ فیصدي برخه د هرمز تنګي له لارې ترسره کېږي.
په حقیقت کې، هرمز تنګی د فارس خلیج، عمان سمندر، هند سمندر او د نړیوالو سمندري لارو ترمینځ د نښلونکې کړۍ حیثیت لري. له همدې امله، دغه اوبلاره د نړیوال اقتصاد له حیاتي رګونو څخه ګڼل کېږي؛ داسې مسیر چې د نړۍ د انرژۍ د سوداګرۍ یوه مهمه برخه ترې تېرېږي او ثبات ئې د ډېرو هېوادونو لپاره حیاتي ارزښت لري.
د تنګي طبیعي ځانګړتیاوو هم د هغه اهمیت لا زیات کړی دی. په دې سمندري تېرېدونکې لارې کې د اوبو ژوَروالی یو شان نه دی او له شمال څخه جنوب ته د تګ پر مهال د پام وړ بدلون مومي. د تنګي د تل شیپ په داسې ډول دی چې په ځینو سیمو کې د اوبو ژوروالی ورو ورو زیاتېږي او د سترو سمندري بېړیو د تګ راتګ لپاره لا مناسب شرایط برابروي.
د مثال په توګه، لارک ټاپو ته په نږدې سیمې کې د اوبو ژوروالی کابو ۳۶ میترو ته رسېږي؛ خو هر څومره چې د عمان د مسندم ټاپووزمې او جنوبي ساحلونو پر لور وړاندې تیریږې ،نو دغه ژوروالی زیاتېږي او په ځینو برخو کې له ۱۴۰ میترو څخه هم اوړي.
همدارنګه، د تنګي په ورودي برخې کې د اوبو زیات ژوروالی د دې لامل شوی چې لوئې بېړۍ په خوندي ډول تګ راتګ وکړي. همدغه جغرافیائي ځانګړتیاوې، د هرمز له ممتاز موقعیت سره یوځای، سبب شوې دي چې دا تنګی د تاریخ په اوږدو کې تل د نړۍ له مهمو ستراتیژیکو سیمو څخه وبلل شي؛ داسې سیمه چې جغرافیه، سوداګري، انرژي او سیاست پکې یو له بل سره تړلي دي.
البته د هرمز تنګي اهمیت یوازې د هغه شاوخوا هېوادونو پورې محدود نه دی. دا نړیواله اوبلاره د خپل ځانګړي جغرافیائي موقعیت له امله د یوه سیمهییز تنګي په نسبت ډېر پراخ رول لري او د نړۍ د سمندري اړیکو په چینل کې یوه مهمه اواساسی سیمه ګڼل کېږي.
دا تنګی چې د آسیا په سوېل لوېدیځ کې او د هند سمندر د اوبو د مسیر په اوږدو کې موقعیت لري، د ایران د فلات او د عربستان د ټاپووزمې ترمینځ تر ټولو لنډ سمندري واټن رامینځته کوي. همدغې مهمې ځانګړتیا د تاریخ په اوږدو کې د سمندري ټرانسپورټ، سوداګریزو راکړو ورکړو او د انرژۍ د لېږد په برخې کې د هغه اهمیت لا زیات روښانه کړی دی.
له بلې خوا، د سیمهییز او نړیوال امنیت په ساتلو کې د هرمز تنګي رول هم ځانګړی اهمیت لري. دا تنګی د ایران او عمان لپاره یوازې یوه ګډه سمندري پوله نه ده، بلکې د دواړو هېوادونو د امنیتي او ستراتیژیک جوړښت یوه مهمه برخه ګڼل کېږي. له همدې امله، د دې اوبلارې اداره کول او څارنه تل د دواړو هېوادونو په اړیکو کې مهم ځای لرلی دی.
له دې موضوع سره سره، د فارس خلیج مقام هم باید د هرمز تنګي له اهمیت څخه جلا ونه ګڼل شي. د دې سمندري حوزې ممتاز موقعیت له پخوا راهیسې هغه د ختیځ او لویدیځ ترمینځ په یوې طبیعي څلورلارې بدل کړی دی؛ داسې سیمه چې د پېړیو په اوږدو کې د تمدنونو د لیدو کتو ځای، د سوداګریزو کاروانونو د تېرېدو لاره او د سترو قدرتونو د تعامل ډګر پاتې شوی دی.
په همدې زمینې کې، هرمز تنګی فارس خلیج ته واریدیدا او وتلو د اصلي دروازې په توګه بېساری رول ترسره کوي. د فارس خلیج د ساحلي هېوادونو د انرژۍ د صادراتو او سمندري سوداګرۍ لویه برخه د همدې اوبلارې په وسیله ترسره کېږي، او همدا موضوع هغه د سیمې د اقتصاد او نړیوال اقتصاد ترمینځ یوه تر ټولو مهمه نښلونکي کړئ ګرځیدلې ده.
اوس هم، سره له دې چې ټیکنالوژئ پرمختګ کړی او د لېږد رالېږد لارې پراخې شوې دي، هرمز تنګي لا هم خپل ځای د نړۍ د یوې خورا حساسې او اغېزشیندونکې سمندري لارې په توګه ساتلی دی؛ داسې لاره چې جغرافیه، اقتصاد، انرژي او سیاست په یوه واحد ټکي کې سره نښلوي.
د تهران د پښتو خپرونې قدرمنو دوستانو له مونږ سره ووسئ، څو په راتلونکو مطلبونو کې د دې اوبلارې د ځانګړي اهمیت او سټراټیژیک مقام په اړه لا ډېرې خبرې وکړو.
تر بلې لیدنې او د دغه سټراټیژیک تنګي د تاریخ او جغرافیې تر نوي روایت پورې، تاسو ټول په لوي او نیاؤمن خدای سپارو ، بریالي او سوکاله ووسئ.
ژباړن! (سیماب)
*********************************************