د نسل‌وژونکې مرګ‌ وحشي فرقه د ټول بشریت لپاره ګواښ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174368-د_نسل_وژونکې_مرګ_وحشي_فرقه_د_ټول_بشریت_لپاره_ګواښ_دی
پارس ټوډې- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اسرائیلي رژیم د کورني امنیت د وزیر د پاروونکو څرګندونو په غبرګون کې ویلي: «د مرګ فرقه د ټول بشریت لپاره یو ګواښ دی.»
(last modified 2026-06-20T00:25:36+00:00 )
Jun 20, 2026 04:52 Asia/Kabul
  • د نسل‌وژونکې مرګ‌ وحشي فرقه د ټول بشریت لپاره ګواښ دی

پارس ټوډې- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اسرائیلي رژیم د کورني امنیت د وزیر د پاروونکو څرګندونو په غبرګون کې ویلي: «د مرګ فرقه د ټول بشریت لپاره یو ګواښ دی.»

پارس ټوډې د تسنیم خبري آژانس له قوله راپور ورکړی، عباس عراقچي په ایکس پاڼې کې لیکلي:«دا یوازې د یوه لېوني او نسل‌وژونکي بې‌نومه کس  دړکې  او سپیرې خبرې نه دي، بلکې دا د اسرائیلي رژیم د کورني امنیت د وزیر ښکاره او ښکاره څرګندونې دي.

هغه زیاته کړه: د   نسل‌وژې هغه مرګ‌فرقه چې مرکز ئې په تل‌آویو کې دی، د ټول بشریت لپاره ګواښ دی. دا بهیر  ټول انسانان ګواښي او یوازینی هدف ئې تلپاتې او نه ختمېدونکې جنګ دی .

د اسرائیلو د کورني امنیت وزیر ایتامار بن گویر په خپل ایکس پاڼې پیغام کې له سختو او پاروونکو عبارتونو څخه کار اخیستی او ویلي یې دي: د هرې اسرائیلۍ مور د اوښکې په بدل کې باید زر لبنانئ میندې  غمجنې  او وژړیږي.

او همدارنګه«ټول لبنان باید وسوځي!»

هغه په دې څرګندونو کې د  دعامو لبنانیانو  پر وړاندې د ډله‌ییزې سزا او پراخ بشري کړاؤ ملاتړ کړی او هر هغه ډیپلوماتیک بهیر ئې رد کړی چې په لوېدیځي آسیا کې سولې او ثبات ته لاره هواره کړي. نوموړي په ښکاره ډول د تاوتریخوالي، وژنو او نه پایېدونکو شخړو ملاتړ کړی دی.