د ایران او قطر ترمینځ سمندري سوداګري بېرته پیل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174906-د_ایران_او_قطر_ترمینځ_سمندري_سوداګري_بېرته_پیل_شوه
پارس ټوډې – په قطر کې د ایران د اسلامي جمهوریت تجارتی  سلاکار ووئيل، د الرویس بندر د ایرانيو توکو پر مخ له بیا پرانیستل کېدو سره، د ایران او قطر ترمینځ سمندري سوداګري بېرته پیل شوې ده
(last modified 2026-07-06T01:07:39+00:00 )
Jul 06, 2026 05:28 Asia/Kabul
  • د ایران او قطر ترمینځ سمندري سوداګري بېرته پیل شوه

پارس ټوډې – په قطر کې د ایران د اسلامي جمهوریت تجارتی  سلاکار ووئيل، د الرویس بندر د ایرانيو توکو پر مخ له بیا پرانیستل کېدو سره، د ایران او قطر ترمینځ سمندري سوداګري بېرته پیل شوې ده

د پارس ټوډې د راپور له مخې،  د ایران د سوداګرۍ سلاکار عبدالخاني وویل:له  کابو پنځو میاشتو ځنډ وروسته، په دوحې کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت په  دوامدارو هڅو او د قطر له چارواکو سره د همغږۍ په پایلې کې، الرویس بندر یو ځل بیا د ایرانيو توکو منل پیل کړي دي.

هغه زیاته کړه:الرویس بندر د قطر بازار ته د ایرانيو توکو د واریدیدا  تر ټولو مهمه دروازه ده، او د دې سمندري لارې بیا فعالېدل به د لېږد رالېږد لګښتونه  کم، د توکو رسوَنه چټکه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو حجم زیات کړي.

د ایران د سوداګرۍ د سلاکار په وینا، د همدغې سمندري لارې په وسیله  قطر ته د ایران  په مهمو  صادراتي توکو

مېوې او سبزئ،خوراکي توکي،سمندري محصولات، د و دانیو مصاله ،معدني محصولات،اوبدل شوې غالۍ او ځيني نور شیان شامل دي .