مقاومت نور یوازې په جغرافیائي پولو پورې محدود نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174908-مقاومت_نور_یوازې_په_جغرافیائي_پولو_پورې_محدود_نه_دی
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قوماندان او د اسلامي انقلاب د شهید رهبر ستر سلاکار، د مقاومت د جبهې په پراخېدو باندې په ټینګار سره وویل چې د اسلامی انقلاب د رهبر له شهادت وروسته به هم د مقاومت لاره دوام ومومي.
(last modified 2026-07-06T01:10:30+00:00 )
Jul 06, 2026 05:37 Asia/Kabul
  •   مقاومت نور یوازې په جغرافیائي پولو پورې محدود نه دی

پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قوماندان او د اسلامي انقلاب د شهید رهبر ستر سلاکار، د مقاومت د جبهې په پراخېدو باندې په ټینګار سره وویل چې د اسلامی انقلاب د رهبر له شهادت وروسته به هم د مقاومت لاره دوام ومومي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، امیر البحر شهرام ایراني د یمن له المسیره ټیلوېژني چینل سره په مرکې کې، د اسلامي امت پر یووالي، د امریکا او صهیونیستي رژیم پر ضد د ګډې مبارزې او د فلسطین د آزادۍ پر اړتیا ټینګار وکړ

هغه وویل:مقاومت نور یوازې په یوې جغرافیائي سیمې پورې محدود نه دی.»

نوموړي زیاته کړه:دښمن باید پوهه شي چې نن سبا یوازې له یوه هېواد سره نه، بلکې له  ټول  اسلام او اسلامي مقاومت سره مخامخ دی.

هغه خبرداری ورکړ:دښمن باید ځان د هغو مسلمانو مجاهدینو له مقابلې سره تیار کړي، چې د خپلو ټولو شهیدانو د وینې د غچ غوښتونکي دي او اوس  ئې د هغوی جنازې ترسره کړې.

امیر البحر شهرام ایراني ټینګار وکړ:دښمنان باید پوهه شي چې له داسې سخت او کوټلي ګوزار سره به مخ شي، چې څېرې به ئې ورماتې کړي.

په عین  حال کې، د اسلامي انقلاب د شهید رهبر ستر سلاکار سرلدار یحیی رحیم صفوي هم وویل:امریکا او صهیونیستي رژیم ستره تېروتنه وکړه، ځکه د دغوقدرمنو شهادت د ایران د ملت وینه لا نوره په جوش راوسته.»

هغه زیاته کړه:ډاډه یم چې د مسلمانانو د یووالي او د مقاومت د جبهو په برکت، خدای  تعالی به د اسلام ځواک پیاوړی کړي او اسلامي نړۍ به د نړیوال ځواک له مهمو قطبونو څخه وګرځوي.»

سردار صفوي هیله څرګنده کړه چې اسلامي ملتونه او د نړۍ ټول ازاد ولسونه به لاسونه سره یو کړي او د امریکا او صهیونیستي رژیم د نړیوال ظلم پر وړاندې به ودرېږي او مقاومت به وکړي.