المیادین: د شهید رهبر میلیوني جنازه د ټرمپ د ماتې نښه وه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175050-المیادین_د_شهید_رهبر_میلیوني_جنازه_د_ټرمپ_د_ماتې_نښه_وه
پارس ټوډی -  د المیادین ټلوېزیون ویلي، د شهید امام خامنه‌يي د جنازې میلیوني مراسم د ټرمپ د ماتې نښه او د اسلامي نړۍ د ریښتینې څېرې څرګندونه وه، دغه راز امریکا خپل نړیوال حیثت له لاسه ورکړی دی.
(last modified 2026-07-09T09:10:30+00:00 )
Jul 09, 2026 13:32 Asia/Kabul
  • المیادین: د شهید رهبر میلیوني جنازه د ټرمپ د ماتې نښه وه

پارس ټوډی -  د المیادین ټلوېزیون ویلي، د شهید امام خامنه‌يي د جنازې میلیوني مراسم د ټرمپ د ماتې نښه او د اسلامي نړۍ د ریښتینې څېرې څرګندونه وه، دغه راز امریکا خپل نړیوال حیثت له لاسه ورکړی دی.

د پارس ټوډی د راپور له مخې، چې د مهر خبري اژانس یې نقل کړی، د نړیوالو چارو شنونکو المیادین شبکې ته ویلي، د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌يي د جنازې میلیوني مراسم د ټرمپ د ناکامۍ څرګند سمبول ګڼل کېږي.

شنونکو زیاته کړې، امریکا د ایران پر ضد له پوځي یرغل او ناکامۍ وروسته، د نړۍ په کچه خپل اعتبار او حیثت له لاسه ورکړی دی.

د نړیوالو چارو څارونکو هم ټینګار کړی چې د ایران د شهید رهبر تاریخي جنازې د اسلامي نړۍ حقیقي څېره نړۍ ته وړاندې کړه او د سیمې لپاره یې د امریکا موخې له ناکامۍ سره مخ کړې.

المیادین همدارنګه راپور ورکړی چې د مشهد ښار ته د شهید رهبر د جنازې له رسېدو مخکې، ګڼ خلک د جنازې د مراسمو لپاره راټول شوي وو، او د جنازې د ګډونوالو په لاسونو کې د انتقام سره بیرغونه تر نورو نښو ډېر تر سترګو کېدل.

د المیادین خبریال ویلي، د جنازې ګډونوال او ایراني چارواکي د شهید رهبر د وینې د غچ اخیستنې مانا په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور پای ته رسول بولي.