امریکا قرباني نه ،بلکې ترهه ګره او یرغلګر ه ده
-
په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر امیر سعید ایرواني
پارس ټوډې – په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د امنیت شورا په غونډې کې د امریکا هغه ادعاوې یې بېبنسټه وبللې او ټینګار ئې کړی چې واشنګټن د جنایتونو قرباني نه ،بلکې جنایتکار او یرغلګر هیواد دی، او د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد د تورونو د لګولو لپاره هېڅ حقوقي، سیاسي او اخلاقي روا والی نه لري.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، امیر سعید ایرواني پرون ناوخته د ملګرو ملتو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته په یوه لیک کې ولیکل:هغه ادعا چې ګواکې ایران یمن ته د امنیت شورا د اړوندو پرېکړهلیکونو خلاف وسلې لېږدوي، ناسم او بېاساس تور دی. دغه ادعا د باور وړ او خپلواکه هیڅ سند له خوا نه ده تأیید شوې او یوازې یوه بله هڅه ده چې د امریکا د غیرقانوني او بېثباته کوونکو اقداماتو څخه د نړۍ پام واړول شي.
په ملګرو ملتو کې د ایران سفیر زیاته کړې ده :دا یو جوړ شوی او بېبنسټه تور دی چې موخه ئې د امنیت شورا ګمراه کول او له هغو ناوړه جنایتونو څخه د پام اړول دي چې امریکا ئې د ایران د خلکو پر وړاندې ترسره کوي.
هغه وویل:امریکا په یمن او د سیمې په پراخې جغرافیې کې د سولې او امنیت د کمزوري کولو اصلي مسئولیت پر غاړه لري. امریکا د یمن پر ضد د خپلو یرغلګرو اقداماتو له لارې د ۲۰۲۲ کال د اپرېل د اوربند تړون له خپلې اصلي لارې منحرف کړی او د ملګرو ملتون تر منځګړیتوب لاندې ئې سیاسي بهیر بندون ته رسولی دی.