د ایران او عراق ترمنځ د علمي، څېړنیزو او فرهنګي همکاریو پراختیا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i176178-د_ایران_او_عراق_ترمنځ_د_علمي_څېړنیزو_او_فرهنګي_همکاریو_پراختیا
پارس ټوډی – د ایران د علومو، څېړنو او ټکنالوژۍ وزیر په بغداد کې د عراق د بیت‌الحکمه له مشر سره لیده کاته او خبرې اترې وکړې.
(last modified 2026-08-06T07:38:26+00:00 )
Aug 06, 2026 12:03 Asia/Kabul
  • د ایران د علومو، څېړنو او ټکنالوژۍ وزیر د عراق د بیت‌الحکمه له مشر سره کتنه
    د ایران د علومو، څېړنو او ټکنالوژۍ وزیر د عراق د بیت‌الحکمه له مشر سره کتنه

پارس ټوډی – د ایران د علومو، څېړنو او ټکنالوژۍ وزیر په بغداد کې د عراق د بیت‌الحکمه له مشر سره لیده کاته او خبرې اترې وکړې.

د پارس ټوډی د راپور له مخې، چې د صداوسیما خبري اژانس په حواله خپور شوی، حسین سیمایي صراف د عراق د بیت‌الحکمه له مشر نعیم العبودي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي، پوهنتوني، څېړنیزو او فرهنګي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې نعیم العبودي د ایران اسلامي جمهوریت له پوهنتونونو، علمي او څېړنیزو مرکزونو سره د همکاریو پراختیا ته د بیت‌الحکمه پر پاملرنې ټینګار وکړ او د علمي تجربو د تبادلې پراختیا، د څېړنیزو اثارو ګډ خپرول، د علمي کنفرانسونو او ناستو جوړول او د دواړو هېوادونو د څېړونکو له ظرفیتونو ګټه اخیستل یې د راتلونکو همکاریو مهم محورونه وبلل.

سیمایي صراف هم د عراقي چارواکو له مېلمه‌پالنې او تود هرکلي څخه په مننې سره، د ایران او عراق ترمنځ د علمي او فرهنګي اړیکو په پیاوړتیا کې د بیت‌الحکمه رول ارزښتناک وباله او ویې ویل: په تېرو کلونو کې د ګډو علمي او فرهنګي پروګرامونو او فعالیتونو ترسره کېدو د دواړو هېوادونو د استادانو، څېړونکو او پوهانو لپاره د تعامل او په بېلابېلو علمي او څېړنیزو برخو کې د نظرونو د تبادلې مناسبه زمینه برابره کړې ده.

دواړو لورو همدارنګه د اړیکو پر دوام، د ایران او عراق د پوهنتونونو، څېړنیزو مرکزونو او فکري مرکزونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا او د ګډو علمي او فرهنګي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره پر پلان جوړونې ټینګار وکړ؛ هغه فعالیتونه چې موخه یې د سیمې له فکري، فرهنګي او علمي ننګونو سره مخامخ کېدل دي.