د ایران پوځ: په بشپړ چمتووالي کې یوو
د ایران د پوځ ویاند امیرمحمد اکرمينیا وایي، د ایران اسلامي جمهوریت پوځ په بشپړ پوځي چمتووالي کې دی او د زیانمنو شویو دفاعي سیستمونو له بیا رغونې، د نویو تجهیزاتو له ترلاسه کولو او پر کورني توان له تکیا سره، د خپلو عملیاتي وړتیاوو د لوړولو بهیر په پرلهپسې توګه روان ساتي.
اکرمينیا ټینګار کړی چې پوځي چمتووالی یوازې د تجهیزاتو برابرولو په معنا نه دی، بلکې په وروستیو کلونو کې د ایران د پوځ دفاعي وړتیا د څو هممهاله اقداماتو له لارې پیاوړې شوې ده؛ چې پکې د شته سیستمونو بیا رغونه او نوي کول، د نویو تجهیزاتو شاملول، د کورنیو وړتیاوو پراختیا او د ځواکونو د انګېزې او روحیې پیاوړتیا شامل دي.
د ایران د پوځ ویاند ویلي، پوځ د خپلو انجینري او تخصصي وړتیاوو په مرسته د تجهیزاتو د بیا رغونې او لوړولو بهیر مخته وړي. د نوموړي په وینا، دا بهیر یوازې تخنیکي چارې نه دي، بلکې د ایران د دفاعي ستراتیژۍ یوه برخه ده چې موخه یې د برید د مخنیوي ځواک ساتل او د ګواښونو پر وړاندې د چټک غبرګون وړتیا لوړول دي.
هغه زیاته کړې، د ایران د دفاعي ظرفیتونو د پراختیا یوه برخه د پوځ په دننه کې او بله برخه د دغه هېواد د دفاعي صنعت او نورو تخصصي بنسټونو په همکارۍ ترسره کېږي. د ده په وینا، دا چاره پر بهرنیو سرچینو د تکیې د کمولو ترڅنګ، د تجهیزاتو د چټک نوي کولو او عملیاتي اړتیاوو ته د مناسب ځواب زمینه هم برابروي.
اکرمينیا د تېرو جګړو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د ایران پوځ په بېلابېلو شرایطو کې د کورنیو وړتیاوو او دقیق پلان جوړونې پر مټ د خپلو دندو د ترسره کولو توان ثابت کړی دی.
نوموړي ټینګار کړی چې د تېرو دوو جګړو له شتون سره سره، د ایران اسلامي جمهوریت پوځ اوس هم په مناسب پوځي چمتووالي کې دی او د راتلونکو ګواښونو په پام کې نیولو سره، په نه ستړې کېدونکي ډول د خپلو جنګي وړتیاوو د لوړولو لپاره هڅې کوي.
په همدې حال کې، د ایران د پوځ د هوايي ځواک قوماندان، بریدجنرال پیلوټ بهمرد، په یوه پیغام کې ویلي چې د ایران د خلکو د دفاع او د دښمنانو د تېري پر وړاندې به د خپلې دندې د ترسره کولو په لاره کې د هېواد د دفاع لپاره چمتو پاتې شي.