د فارس خلیج هېوادونو ته خبرداری! له امریکا سره مرسته مه کوئ
-
تورن جنرال علي عبداللهي، د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز
پارس ټوډی – د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز خبرداری ورکړی، د امریکا متجاوز پوځ سره هر ډول مرسته او اسانتیا برابرول، له امریکايي پوځي ځواکونو سره د مشارکت په معنا دي.
د پارس ټوډی د راپور له مخې، چې د صداوسیما خبري اژانس په حواله یې خپور کړی، د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز تورن جنرال علي عبداللهي په خپله مجازي پاڼه کې لیکلي: «د فارس خلیج د جنوبي څنډې هېوادونه چې په بېلابېلو اعلامیو کې وایي، امریکا ته اجازه نه ورکوي چې د دوی له خاورو څخه د ایران پر ضد استفاده وکړي، باید پوه شي چې زموږ له سترګو هېڅ شی پټ نه پاتې کېږي.»
هغه زیاته کړې: «په سیمهییزو اډو کې د دومره شمېر پوځي الوتکو، په ځانګړې توګه د هوايي سونتوکو د لېږدونکو الوتکو شتون، پرته له دې چې کوربه هېوادونه پرې خبر وي، بعید ښکاري.»
تورن جنرال عبداللهي وویل: «خبرداری ورکوو چې د امریکا متجاوز پوځ سره هر ډول مرسته او اسانتیا برابرول، له امریکايي پوځي ځواکونو سره د مشارکت په معنا دي.»