جنرال ابن الرضا: په ایران باندې د تیري کولو اجازه نه ورکوو
پارس ټوډې- د ایران د وسله والو ځواکونو او د دفاع وزارت سرپرست جنرال سید مجید ابن الرضا وویل: مونږ د روژې میاشتې په جنګ کښې له دولس ورځني جنګ څخه ډیر قوي د جنګ ډګر او صحنې ته ورننوتو او دغه راز په روژې میاشت جنګ کښې د تکنیک او د تاکتیک په حوزو کښې زمونږ کارکردګۍ له مخکني جنګ څخه ډیره ښه او لوړه وه.
هغه نن د ایران د دفاعي صنعت د ورځې په مناسبت وویل:پوهنتونونه ، د علومو او د تحقیقاتو لیبراتورونه، پوه بنسټه شرکتونه ، سائینس پوهان، انجنیران، کارګران، متخصصان او زرګونو ایراني ځوانان چې نن سبا شپه او ورځ د ایران د اقتدار د ساتلو لپاره هڅه کوي د ایران د دفاعي صنعت یوازې یوه برخه ده.
هغه ټینګار وکړ:د ایران د نن ورځې دفاعي قدرت د جنګ غوښتنې لپاره نه دی بلکې د جنګ او د تیري د مخنیوي لپاره دی. ایران هیڅکله په هیڅ هیواد باندې د تیري پیلونکی نه و او نه دی او نه به وي.مونږ د پوځي تیري خاوندان نه یوو، خو د ایران په ټاټوبي، خپلواکۍ او امنیت باندې به د پوځي تیري اجازه ورنکړو.
هغه په دې خبرې سره چې د وروستي جنګ تجربه یو ستر درس و وویل دا جنګ د ایران د ملت لپاره له ټولو تریخوالو، لګښتونو او هغو غمونو سره سره چې زمونږ په زړونو راغی د ازموینې لپاره یو ستر میدان و. مونږ د امت د مشر خامنه اي، قومندانانو، ساینس پوهانو، ښځو او د ماشومانو په شمول چې په دغو جنګونو کښې شهیدان شول خپلوان له لاسه ورکړل او د شهیدانو غم مونږ هیڅکله نه هیرو.خو د دغه ستر تریخوالي په څنګ کښې د ایران ملت یو ستر حقیقت ولید او هغه د ملي ځان باورۍ قدرت دی.