پزشکیان: د روغتیايي ټولنې حماسې به هېڅکله هېرې نه شي
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، هغه حماسې چې د روغتیايي ټولنې غړو د ۱۲ ورځنۍ جګړې، رمضان او تر هغې وړاندې ترسره کړې، هېروونکې نه دي.
پزشکیان د ډاکټر د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې، چې په تهران کې د میلاد برج د غونډو په تالار کې ترسره شول، وویل، د بشري حقونو او ډیموکراسۍ د ادعا کوونکو د جنایت سند په بشپړه توګه څرګند دی.
هغه زیاته کړه، دښمنانو فکر کاوه چې د ایران د مخکښو شخصیتونو په شهادت سره به وکولای شي اسلامي جمهوریت په یوه یا دوو ورځو کې له پښو وغورځوي؛ خو وخت په ډاګه کړه چې داسې ملت چې دومره اوږد تاریخ او بډایه کلتور لري، په اسانۍ نه تسلیمېږي او هېڅکله به د زور زیاتي پر وړاندې سر ټیټ نه کړي.
پزشکیان د دفاعي جګړې او وروستیو جګړو پر مهال د روغتیايي ټولنې د بېساري رول په ستاینه کې وویل، هغه حماسې چې روغتیايي کارکوونکو د ۱۲ ورځنۍ جګړې، رمضان او تر هغې وړاندې رامنځته کړې، رښتیا هم استثنايي او نه هېرېدونکې دي.