سردار محبي: د اقتصادي جګړې په اړه هېڅ د اندېښنې ځای نشته
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177034-سردار_محبي_د_اقتصادي_جګړې_په_اړه_هېڅ_د_اندېښنې_ځای_نشته
پارس‌ټوډی-  د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ویاند، د ایران پر وړاندې د ټرمپ د اقتصادي جګړې په غبرګون کې ویلي، موږ څو ځله ویلي چې د دښمن د هر ډول خصمانه اقدام لپاره سناریو لرو.
(last modified 2026-08-24T01:03:01+00:00 )
Aug 24, 2026 05:31 Asia/Kabul
  • سردار محبي: د اقتصادي جګړې په اړه هېڅ د اندېښنې ځای نشته

پارس‌ټوډی-  د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ویاند، د ایران پر وړاندې د ټرمپ د اقتصادي جګړې په غبرګون کې ویلي، موږ څو ځله ویلي چې د دښمن د هر ډول خصمانه اقدام لپاره سناریو لرو.

د پارس‌ ټوډی د راپور له مخې، چې د صداوسیما خبري اژانس څخه یې نقل کړی، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ویاند سردار محبي، پرون په یوه خبري ناسته کې، د ایران پر وړاندې د اقتصادي جګړې په اړه د امریکا د ولسمشر څرګندونو ته په اشاره وویل:  ډونالډ ټرمپ وايي چې ما د اقتصادي جګړې امر صادر کړی او د ایران پر وړاندې مو تر ټولو سخته اقتصادي جګړه پیل کړې ده، دا اعتراف په پوځي ډګر کې د دښمن د شرموونکې ماتې ضمني منل دي.

هغه  دښمنانو ته په خطاب کې وویل: که تاسو په پوځي ډګر کې بریالي شوي وای، نو د اقتصادي جګړې پیلولو ته مو اړتیا نه لرله، ایا اقتصادي جګړه نوې خبره ده؟ له ۴۷ کلونو راهیسې اقتصادي جګړه کوئ او زموږ ټول اقتصادي بنسټونه مو تحریم کړي دي. د دښمن اوسنی اقدام یوازې د خلکو د ذهنیت جوړول او د هغوی په منځ کې د یوه باور رامنځته کول دي.

سردار محبي وویل: موږ څو ځله اعلان کړی چې د دښمن د هر ډول خصمانه اقدام لپاره سناریو لرو. د دښمن له خصمانه اقداماتو څخه یو هم اقتصادي اقدامات او اقتصادي جګړه ده. موږ د دښمن د اقتصادي جګړې د ناوړه اغېزو د دفع کولو لپاره سناریو لرو او په اسانۍ له بېلابېلو هېوادونو سره اقتصادي اړیکې ټینګوو؛ په اقتصادي برخه کې هېڅ اندېښنه نشته.

د سپاه ویاند وویل: د امریکا تر څنګ له نږدې نورو هېوادونو سره اقتصادي تعاملات لرو، د امریکا له بندیزونو او محدودیتونو څخه په تېرېدو خپلو اقتصادي اړیکو ته دوام ورکوو او ډېر ژر به یې پایله ووینئ.

هغه په دې اړه چې په وروستیو جګړو کې یې د هغوی ځواکونه له منځه وړي او ټوله شبکه یې ویجاړه کړې او هغوی تښتېدلي دي، وویل: د رمضان له جګړې مخکې، موږ لږ تر لږه ۳۰ یا ۴۰ د دښمن جنګي بېړۍ د خلیج فارس په دننه کې په نښه کړې وې او اوس دښمن د خلیج فارس له اوبو څخه ۴۰۰ کیلومتره واټن نیولی دی.