عراقچي: د امریکا اقتصادي فشار به ماتې وخوري
پارسټوډی- د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د ایران پر وړاندې د امریکا اقتصادي ګواښونو ته په اشاره ویلي، د هغوی دغه اقدام به ماتې وخوري.
د پارس ټوډی د راپور له مخې، چې د صداوسیما خبري اژانس څخه یې نقل کړی، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د ایران د حکومت د کابینې د غړو له خوا د اسلامي انقلاب د ستر بنسټګر امام خمیني (رح) له ارمانونو سره د بیا ژمنې په مراسمو کې، د ایران پر وړاندې د امریکا د اقتصادي فشارونو په اړه وویل: موږ هېڅکله له محاصرې او ګواښ څخه نه یو وېرېدلي.
هغه ټینګار وکړ: د هغوی ټول اقدامات، که محاصره وي او که پوځي موضوع، له ماتې سره مخ شوي او دغه اقدام به یې هم ماتې وخوري.
عراقچي په یوه بله مرکه کې هم وویل: د ایران د ستر ملت پر وړاندې هغوی هېڅ حللاره نه شي موندلای او تل تکراري طرحې وړاندې کوي. هغوی باید پوه شي چې له ایراني خلکو سره له درناوي څخه د خبرو او د داسې حللارې پرته چې پر عدالت او شرافت ولاړه وي، بله هېڅ لاره نشته.