پزشکیان :ملي یووالی، د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د ایران بند دی
پارس ټوډې- د ایران جمهور رئيس د ملي یووالي او پیوستون پر ساتلو ټینګار سره وویل: له بهرنیو ګواښونو سره مقابله، همکاري، عدالت محوري او د خلکو اقتصادي او معیشتي ستونزو ته رسېدنه غواړي.
پارس ټوډې د ایرنا خبري اژانس له قوله راپور ورکوي، د ایران جمهور رئيس مسعود پزشکیان د ایران د دولت له معززو کورنیو سره په کتنه کې، د اسلامي انقلاب د شهید رهبر او د اسلامي انقلاب د نورو شهیدانو یاد ته په درناوي وویل: د وزیرانو، قوماندانانو او عامو خلکو شهادت هغه لوی زیان او ضایعه وه چې د بشري حقونو او ډیموکراسۍ له مدعیانو څخه هېواد ته ورسېده.
هغه د بشري حقونو د مدعیانو پر فریبکارانه چلند نیوکه وکړه او یادونه یې وکړه: هغوی کلونه کیږي چې ایران تروریست او د تروریزم ملاتړی بولي، خو د اسلامي انقلاب له بریا راهیسې تر اوسه په ټولو پړاوونو کې یې زموږ مسوولین، قوماندانان او ساینس پوهان ترور کړي دي.
هغه د ایران د خلکو له بیدارۍ او پوهاوي څخه په مننې سره زیاته کړه: د ایران ټولنه تر دې ډېره پوهه ده چې د چالاکو، جنایتکارو او استثمارګرو دښمنانو په لومه کې ولوېږي.
پزشکیان وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د نظام پر وړاندې د دښمنانو یو اقدام د کلونو په اوږدو کې د اغېزناکو او وړ کسانو ترور او شهادت رسول وو. دا شهیدان استثنايي کسان وو چې بې له کومې تمې د خلکو خدمت ته ولاړ وو.
نوموړي پر دې ټینګار سره چې جنایتکاره امریکا او اسرائیل له ډل بندۍ څخه د تفرقې لپاره ګټه اخلي، د ملي یووالي او پیوستون ساتل یوه اساسي اړتیا وبلله او یادونه یې وکړه: که موږ خپل ټول توان د وضعیت ښه کولو او خلکو خدمت ته وکاروو او همغږي تعامل ولرو، هېڅکله به جنایتکاره امریکا او اسرائیل د ډلې بندۍ او تفرقې له فرصت څخه ګټه پورته نه کړي چې د ایران خاورې ته د طمع سترګې ونیسي.