قالیباف: د ایران پرضد به د امریکا اقتصادي کلابندۍ بې نتیجې وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177278-قالیباف_د_ایران_پرضد_به_د_امریکا_اقتصادي_کلابندۍ_بې_نتیجې_وي
پارس ټوډې- د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف د قطر له لومړي او خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره په کتنه کښې د اسلام اباد د تفاهم د یادښت په اجرا کولو کښې د امریکا د ژمنو خلاف ورزیو او د ایران پرضد د اقتصادي کلابندۍ ته په اشارې سره وویل:د ایران پرضد د واشنګټن اقتصادی دباونه به بې نتیجې وي او د ایران ملت به په عزت سره خپل حقونه بیرته واخلي.
(last modified 2026-08-28T12:54:11+00:00 )
Aug 28, 2026 11:10 Asia/Kabul
  • قالیباف: د ایران پرضد به د امریکا اقتصادي کلابندۍ بې نتیجې وي

پارس ټوډې- د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف د قطر له لومړي او خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره په کتنه کښې د اسلام اباد د تفاهم د یادښت په اجرا کولو کښې د امریکا د ژمنو خلاف ورزیو او د ایران پرضد د اقتصادي کلابندۍ ته په اشارې سره وویل:د ایران پرضد د واشنګټن اقتصادی دباونه به بې نتیجې وي او د ایران ملت به په عزت سره خپل حقونه بیرته واخلي.

د قطر لومړي او خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن چې تهران ته راغلی دی د ایران د اسلامي شورا له مشر محمد باقر قالیباف سره کتنه او خبرې کړې دي،

قالیباف په دغه کتنه کښې د اسلام اباد د تفاهم د یادښت چې قطر هم پکښې یو مینځګړی و اجرا کښې د امریکا د ژمنو  خلاف ورزیو ته په پام سره وویل:غلطې محاسبې نه یوازې په خپله د امریکا مالي ، پوځي او انساني سرچینې او د سیمې راتلونکی تباه کوي بلکې د ایران د ملت په ګټو هم ګوزار کوي او دغه چاره په سیمه کښې د پراخې ناامنۍ د رامینځته کیدا سبب کیږي.

د ایران د اسلامي شورا مشر قالیباف د دغه دښمنۍ نوې بیلګه د ایران پرضد د اقتصادي کلابندۍ پلان وباله او ویې ویل د امریکا دغه پلان به هم بې نتیجې وي او د ایران خلک به په عزت سره خپل حقونه بیرته لاس ته راوړياو دا امریکا ده چې باید هغه شرطونه چې  د اسلام اباد د تفاهم په یادښت کښې ېې منلي وو اجرايي کړي.

د قطر لومړي او خارجه وزیر شیخ ال ثاني هم په دغه کتنه کښې په هرمز اوبلاره کښې د سمندري تګ راتګ په موضوع کښې د ایران او د عمان د تفاهم د هرکلي کولو په ترڅ کښې وویل:د سیاسي بدلونونو بهیر سیمې ته د ثبات له بیرته ستنیدا سره مرسته کولای شي.

هغه سیمې ته د ثبات د بیرته ستنیدا لپاره د لارو چارو د پرمخ بیولو لپاره د قطر په هڅې ټینګار وکړ.