د دښمن پر وړاندې به یوه  لویشت هم شاتګ ونه کړو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178612-د_دښمن_پر_وړاندې_به_یوه_لویشت_هم_شاتګ_ونه_کړو
پارس ټوډې ــ د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکنی ځواک قوماندان وویل: لکه څنګه چې د مقدسې دفاع د جنګ پر مهال مو د دښمن پر وړاندې شاتګ ونه کړ، همداسې به اوس هم د دښمن پر وړاندې یوه ذره هم شاتګ ونه کړو.
(last modified 2026-09-23T09:09:33+00:00 )
Sep 23, 2026 12:48 Asia/Kabul
  • د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکنی  ځواک قوماندان، سردار محمد کرمي د ایران د شمال‌لوېدیځو سیمو له عملیاتي اډو څخه د لیدنې پر مهال.
    د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکنی  ځواک قوماندان، سردار محمد کرمي د ایران د شمال‌لوېدیځو سیمو له عملیاتي اډو څخه د لیدنې پر مهال.

پارس ټوډې ــ د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکنی ځواک قوماندان وویل: لکه څنګه چې د مقدسې دفاع د جنګ پر مهال مو د دښمن پر وړاندې شاتګ ونه کړ، همداسې به اوس هم د دښمن پر وړاندې یوه ذره هم شاتګ ونه کړو.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک قوماندان، سردار  محمد کرمي د ایران د شمال‌لوېدیځو سیمو له عملیاتي اډو څخه د لیدنې پر مهال، د اته کلنې مقدسې دفاع د شهیدانو یاد او خاطره ولمانځله او ټینګار یې وکړ: لکه څنګه چې د مقدسې دفاع د جنګ پر مهال مو د دښمن پر وړاندې یوه ذره هم شاتګ ونه کړ، اوس به هم شاتګ ونه کړو؛ او راتلونکی د اسلام او د ایران د اتل ملت دی.

هغه دغه راز روښانه کړې ده، هماغه شان  چې دجنګ په  ډګر کې  دښمن  سربداله شوی دی ،  په سیاسی او ډيپلوماټيک میدان کې به هم  هیڅ په لاس ورنشي او دا د ایران ملت دی چې پخپل خداي  باندې په توکّل  او دخپل ملت پر یووالی او اتحاد با ندې په باؤر سره  به یو ځل بیا امریکائي صهیونیسټي  دښمن که کومه تیروتنه وکړي ، ناکامۍ سره مخ کړي او بیا به غاښ ماتونکی ځواب وويني .