پزشکیان: امریکا او اسرائیلو زموږ اټومي مرکزونه بمبار کړل
Sep 26, 2026 14:13 Asia/Kabul
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، امریکا او اسرائیلو د ایران هغه اټومي مرکزونه بمبار کړي چې تر ټولو زیات تر څارنې لاندې وو.
پزشکیان له امریکايي «سيبياېس» شبکې سره په مرکه کې ویلي، د ایران اټومي تاسیسات تر پراخ نړیوال نظارت لاندې وو.
هغه ویلي، د دغو بریدونو پر وړاندې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې چوپتیا غوره کړې ده.
نوموړي د ایران پر اټومي مرکزونو د بریدونو موضوع د خپل هېواد د دریځونو په بیانولو کې مطرح کړې ده.
ټیګونه