د اصفهان تاریخي پلونه،طبیعی ښکلا او هنری شاهکارونه (انځوریزنوښت)
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د اصفهان د طبیعي ښکلاؤ او هنری شاهکارونو،پلونو او دغه راز د انجنئيرۍ له نوښتونو سره د بلدتیا په باب له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
پارستودي ـ د اصفهان هغه مشهور او تاریخي پلونه چې د زایندهرود پر سین جوړ شوي دي، لکه سیوسهپل، خواجو پل، شهرستان پل، جویي پل او مارنان پل، د صفوي پړاؤ د انجینرۍ له غوره بېلګو څخه ګڼل کېږي.
د اصفهان مشهور پلونه د جوړښتي نوښت او هنري ښکلا یو لړ بشپړ مشترکات د ي ؛ دغه پلونه له یوې خوا د سین د تېرېدو لپاره حیاتي لارې دي او له بلې خوا د ایران د فرهنګي میراث د تلپاتې نښو په توګه هم باقي پاتې دي.
پارستودي د پریس ټي وي چینل له قوله راپور ورکوي، د صفوي پړاؤ په تیره بیا د شاه عباس لومړي د واکمنۍ پر مهال (۱۵۸۷ ـ ۱۶۲۹ میلادي کال پورې)، اصفهان چې د نیمائي نړۍ په نوم مشهور دی، په یوې غوړېدلې پلازمېنې بدل شو چې د ښاري جوړونې دقیق پلان او ځلانده معماري ئې لرله.
په هغه وخت کې د زایندهرود پلونه یوازې یو ډول عادي بیخ بینائي تاسیسات نه وو؛ بلکې د ټولنیزو ناستو، سیمهییزو بازارونو او د هنر او فرهنګ د نندارې د ځایونو په توګه ئې هم رول درلود.
د صفوي پړاؤ پلونه د تیموري، ایلخاني او سلجوقي پړاؤنو د پلونو د طرحو په پرتله د پام وړ پرمختګ ښئي. په دغو پلونو کې ظریفه کاشيکاري، څو کوټه لرونکي جوړښتونه او د سین له جریان سره هوښیارههمغږي، د هغه وخت د انجینرۍ د لوړې وړتیا او د اوبو د مدیریت د علم څرګندونه کوي.
د شهرستان پل
د شهرستان پل په نامې سره دغه پل په اصفهان کې تر ټولو پخوانی پېژندل شوی پل دی چې د جي پل او جسر حسین پل په نامو هم یاد شوی دی. دغه پل نن سبا د ښار په ختیځي برخې کې، د سین پر پخوانۍ لارې موقعیت لري.
د تاریخپوهانو او لرغونپوهانو د نظر له مخې، د شهرستان پل بنسټونه د ساسانيپړاؤ (یعني له درېیمې تر اوومې میلادي پېړۍ) پورې رسېږي.
د آلبویه او سلجوقي پړاؤنو (یعني له لسمې تر دولسمې میلادي پېړۍ پورې ) پر مهال، دغه پل د ښار په محدودې کې د زایندهرود یوازینی مهم پل و. داسې ښکاري چې په همدغو پړاؤنو کې پرې د ترمیم چارې ترسره شوې او ځینې برخې ورزیاتې شوې دي.
دا پل له خښتو او خټو جوړ شوی او بنسټونه ئې له ډبرو جوړ دي. په پخوانیو وختونو کې له دې څخه د پوځي او سوداګریز تګ راتګ لپاره استفاده کېدله.
د پل اوږدوالی ۱۱۲.۵ میتره، ۱۱ کړکئ یا دهانې او سور ئې ۴.۸ میتره دی؛ له همدې امله د وروسته جوړو شوو پلونو په پرتله نسبتاً ساده جوړښت لري.
د صفوي پړاؤ پر مهال د شهرستان پل وروستۍ بڼه بشپړ شوه او د هغه په شمالي برخې کې د مالیې یا محصول اخیستلو لپاره یوه دروازه جوړه شوه. اوس مهال دغه پل یوازې د پَلي تګ راتګ لپاره کارول کېږي.
مارنان پل
مارنان پل د اصفهان ښار په لوېدیځي برخې کې موقعیت لري او د شهرستان پل په پرتله کابو اته کیلومیټره پورته واقع شوی دی
په تاریخي سرچینو کې دغه پل په نورو نومونو لکه ماربانان، ماربین، سرفراز او عباسآباد هم یاد شوی دی.
د ډېری څېړونکو د نظر له مخې، د مارنان پل لومړنی جوړښت د شاه تهماسب لومړي د واکمنۍ (۱۵۲۴ ـ ۱۵۷۶ میلادي) پړاؤ ته ورګرځي. وروسته د شاه سلیمان صفوي د واکمنۍ (۱۶۶۶ ـ ۱۶۹۴ میلادي کلونه) پر مهال، د جلفا سیمې ارمنیانو د دغه پل د ترمیم او بیا رغونې اقدام وکړ.
دغه پل ۱۸۰ میټره اوږدوالی لري، له شمال څخه جنوب ته جوړ شوی او ۱۷ سترې کړکۍ یا پرانیستې خولې یا طاقونه او یا دهانې لري چې د هرې یوې سور یې له ۴.۷ تر ۶.۶ میټرو پورې توپیر کوي.
د قاجاريه پړاؤ پر مهال د دغه پل ترڅنګ یوه ښاري دروازه هم موجوده وه چې وروسته له مینځه تللې ده.
د طرحې او جوړښت له پلوه، مارنان پل له شهرستان پل سره ډېر ورته والی لري؛ دواړه پلونه د ډبرو بنسټونه، د ډبرو پر بنسټ جوړې شوې ستنې، د خښتو تېرهڅوکې لرونکي طاقونه یا همدغه کړکۍ او د ستنو په پاسنۍ برخه کې واړه طاقونه یا دریڅې یا پرانیستې لري چې په ساده او عملي معماري سټال سره جوړې شوې دي.
په ۱۳۵۰ لمریز کال (۱۹۷۰ میلادي) کې دغه پل ورغول شو؛ ځکه د سیلابونو له امله ئې شپږ جنوبي کړکۍ یا دهانې ویجاړې شوې وې او وروسته بېرته ورغول شوې.
د صفوي پړاؤ د پل جوړونې اصلي او پرمختللې انجینرينګ د سیوسهپل له جوړېدو سره پیلېږي. دا پل ۳۳ دهانې یا دریڅې لري او په تاریخي سرچینو کې په بېلابېلو نومونو لکه اللهوردیخان پل، عباس پل، چهارباغ پل، جلفا پل، زایندهرود پل او لوی پل یاد شوی دی.
کله چې د ۱۵۹۰ لسیزې په وروستیو کې د ایران پلازمېنه له قزوین څخه اصفهان ته ولېږدول شوه، نو لومړي شاه عباس د زایندهرود په اوږدو د ښار د جنوب پر لور د اصفهان د پراخې پراختیا امر وکړ.
د دغه ښاري پلان ملا تیر د چهارباغ په نوم باغته ورته سړک و چې ۱.۶۵ کیلومیټره اوږدوالی ئې درلود او له شمال څخه جنوب ته غځېدلی و. سیوسهپل د دغه سړک په جنوبي برخې کې جوړ شو.
سیوسهپل د ایران او نړۍ د ډېرو پلونو پر خلاف، د سین په تر ټولو تنګې برخې کې نه دی جوړ شوی، بلکې د زایندهرود په تر ټولو پراخې او پَلنې برخې کې جوړ شوی دی. د دغه پل اوږدوالی کابو ۳۰۰ میټره دی چې هغه یې د خپل پړاؤ له ځانګړو معماري جوړښتونو څخه ګرځولی دی.
سیوسهپل؛ د شاهي لوړو هیلو څرګندونه!
سیوسهپل د صفوي پړاؤ د مشهور پوځي قوماندان اللهوردیخان تر څارنې لاندې جوړ شو؛ هغه د پرتګال د استعمارګرې امپراتورۍ پر وړاندې د خپلو بریاوو له امله ډېر شهرت او شتمني ترلاسه کړې وه.
اللهوردیخان د ګڼو نورو ودانیو په جوړولو کې هم ونډه لرله؛ چې په هغو کې په شیراز کې یوه خان مدرسه وه چې ملاصدرا پکې زده کړې کړې وې. ملاصدرا یو مشهور فیلسوف ؤ چې نظریاتو ئې د ایران د اوسمهاله الهیاتو، علومو او سیاست په جوړښت کې ژور اغېز درلودلی.
نن سبا د ډېری څېړونکو نظر دا دی چې د هغه وخت سترو معماري پروژو تر ډېره سیاسي اړخ هم درلود او د شاه عباس لومړي د امپراتورۍ د لوړو هیلو څرګندونه ئې کوله.
دغه ودانۍ د دې لپاره جوړې شوې وې چې ګاونډیان او اروپائي ځواکونه تر اغېز لاندې راولي او د اصفهان مقام د عثماني امپراتورۍ د استانبول او د هند د ډیلي مغولو په پرتله لوړ کړي
په هغه وخت کې د اصفهان نفوس د شپږ لکه او ۱.۱ میلیونو ترمنځ اټکل شوی و، چې له همدې امله دغه ښار د بیجینګ، پاریس او لندن ترڅنګ د نړۍ له سترو ښارونو څخه شمېرل کېد.
سیوسهپل د پل په توګه د خپل اصلي رول ترڅنګ، د یوه ټیټ لوړوالي لرونکي بند یا ډیم په څېر هم فعالیت کاوه؛ په دې توګه ئې اوبه ساتلې او د دودیزو کانالونو له لارې ئې ، چې مادي بلل کېږي، د کورونو او ښاري باغونو د خړوبه کولو زمینه برابروله.
سیوسهپل؛ د فرهنګي او مذهبي ګډ ژوند نښه!
سیوسهپل د اصفهان د قومي او دینی ډولوالي یوه نښه هم بلل کېږي؛ ځکه دغه پل د ښار په شمال کې د مسلمانانو مېشتې سیمې د جنوب له نوې جلفا مسیحي مېشتې سیمې سره نښلولې.
د دغه پل د جوړېدو څارونکی اللهوردیخان د ګرجیانو له قوم څخه و او په اصل کې مسیحي و، خو په ځوانۍ کې اسلام ته داخل شو.
دغه فرهنګي ګډ ژوند د پل په پلانونې کې هم انعکاس موندلی دی. پل ۳۳ اصلي کړکۍ یا دریڅې یا دهانې لري چې د ارمنیانو د مسیحي روایت له مخې، دا شمېر د حضرت عیسی(ع) د ژوند د کلونو نښه ګڼل کېږي.
د پل په پاسنۍ برخې کې، د هرې اصلي دریڅې دهانې پر سر دوه کوچني کوټې یا طاقونه جوړ شوي او د ستنو پر سر هم یو اضافي برجګی یا طاق لیدل کېږي.
د دغو ټولو برجګیو یا طاقونو شمېر ۹۹ ته رسېږي، چې په اسلامي فرهنګ کې د خداي تعالی د ۹۹ نومونو نښه ګڼل کېږي.
د سیوسهپل په اړه ځینې ناسمې ادعاګانې!
ځینې نادرې او ناسمې ادعاوې شته چې وائي، سیوسهپل په لومړیو کې ۴۰ دریڅې یا دهانې لرلې؛ خو دغه ادعا له تاریخي شواهدو سره سمون نه لري، ځکه د لومړنیو سفرنامهلیکوونکو لکه ګارسیا ډي سیلوا فیګوئرا، پیترو دلاواله او توماس هربرت په لیکنو کې هم د دغه پل اوسنی شمېر د دریڅو یا دهانو یا اوسنی اوږدوالی ثبت شوی دی.
په ځینو سفرنامو کې ، یعنی د هربرت او ویلیئَم اوزلي په اثارو کې، د پل د دهانو یا دریڅو شمېر ۳۴ ښودل شوی دی؛ خو داسې ښکاري چې په دغه شمېر کې د پل د جنوبي رمپ لاندې یو لنډ طاق یا برجګی هم شامل شوی، چې په اصلي شمېرنې کې نه دی حساب شوی
د سیوسهپل په جوړولو کې تخنیکي مهارت!
د سیوسهپل د اصلي پلبره یا عرشه و دانیز اوږدوالی کابو ۲۹۵ میټره دی چې د لاسرسي د رمپونو په حساب سره ئې اوږدوالی ۳۶۸ میټرو ته رسېږي. د پل د ډبرو ستنې ۳.۵ میټره پلَنوالی لري او د دغو ستنو ترمنځ واټن ۵.۵۷ میټره دی.
انجنیئرانو د پل جوړښت پر ډبریز بنسټ ودراوه چې د شلمې پېړۍ په ترڅ کې د ساتنې او پیاوړتیا لپاره په کنکریټو تقویه شو. لومړنیو جوړوونکو هم له دودیزو خښتو او ودانیزو موادو سره یوځای د ساروج له ملات څخه استفاده کړې وه، څو د اوبو د نفوذ پر وړاندې د پل مقاومت زیات شي.
د پل اصلي مخ د دوو پَوړونو په بڼه، د خښتو له څلورمرکزي برجګیو یا طاقونو جوړ شوی چې له لسمې میلادي پېړۍ راهیسې په ایراني معمارئ کې دود وو. د چهارباغ د سړک په څېر، په دغه پل کې هم د ښکلا او عملي فعالیت ترمنځ ښه همغږي لیدل کېږي
د پل سور ۱۳.۷۵ میټره دی چې له دې جملې څخه ۹ میټره د ډبرو په فرش پوښل شوې لارې ته ځانګړی شوی او د لارې دواړو خواوو ته لوړ اړخیز دیوالونه جوړ شوي دي.
د دغو دیوالونو په بهرنۍ برخې کې برجګي او کوچني طاقونه جوړ شوي چې ټولټال ۹۹ دریڅې یا کړکۍ یا دهانې لري.
دغه اړخیزې برخې د تګ راتګ لپاره دوه نورې لارې رامنځته کوي چې د اړخیزو دیوالونو له لارې د اته عرضي دروازو په وسیله ورته لاسرسی کېږي؛ خو د دغو دروازو کم سور، چې یوازې ۷۶ سانتيمیټره دی، او د انسان د منځني قد په پرتله یې ټیټ لوړوالی ښئي چې دغه لارې د عادي تګ راتګ لپاره نه وې جوړې شوې
د اصلي او اړخیزو برجګیو یا طاقونو ترڅنګ، پل د اړخیزو دیوالونو په سر کې د تېرېدو لپاره دوه لارې او یوه بله ټیټه لاره هم لري چې د پل په کونج کې په برجونو کې د زینو له لارې ورته لاسرسی کېږي.
دغه ټیټه لاره د پل د لاندې جوړښت په برخې کې د تېرو څوکو او هوارو طاقونو په وسیله پوښل شوې او سطحه ئې د سین له ډبریز فرش څخه څو سانتيمیټره لوړه ده.
د پل د ستنو ترمنځ پلیټ فارمونو هم د استراحت او تفریح لپاره خصوصي ځایونه برابرول او د دغو پلیټ فارمونو ترمنځ اړیکه په هماغه سطحه کې د غاښغاښ جوړو شوو ډبرو د مکعبونو له لارې ټینګېدله. دغه ډبرې د اوبو د اضافي جریان د ایستلو یا د پاسه د تیریدلو دلارې په توګه هم کارېدلې.
د پل د اوبو د مدیریت نبوغ د هغه د فرش په شیبلرونکي جوړښت او د اوبو د جریان د تنظیم په دروازو کې څرګندېږي؛ همدې ځانګړتیا پل ته دا امکان ورکړی چې په یوه وخت کې د بند یا ډیم په توګه هم فعالیت وکړي.
د صفوي پړاؤ جوړوونکو د طاقلرونکو چتونو یا برجګیو په طرحې کې د غږ خپرېدو اصول هم په پام کې نیولي وو؛ په دې توګه به انګازې او ان ترې خبرې په مرکزي مسیر کې په څرګند ډول اورېدل کېدې
د پل ډېری ستنې یو موټی جوړښت لري؛ دوه ستنې د زینو په توګه کار کوي او لس نورې ستنې د خونو یا کوټو په بڼه جوړې شوې دي چې ځینې وخت د پل د مخ لوري ته کړکۍ هم لري.
د پل د ستنو د سین د پورته جریان په لور کې نیممخروطي استنادي جوړښتونه جوړ شوي چې د اوبو د جریان یا د بهیدو د بهیر د ماتوَلو لپاره کارول کېږي. څلور نیمه استوانهئي استنادي جوړښتونه هم د پل تر بشپړ لوړوالي پورې پورته شوي او په مقابل لوري کې په متقارن ډول تکرار شوي دي.
د سین په تل کې د پل د بنسټ ډبرینه تخته د پل د سور دوه برابره، یعنې کابو ۳۰ میټره ده. د دې نیمایي برخې د سین د لاندې جریان پر لوري غځېدلې ده، څو د اوبو د جریان له امله د تشو یا کندهګیو د رامنځته کېدو مخه ونیول شي.
په ۱۶۰۲ میلادي کال کې د جوړېدو له بشپړېدو سره، سیوسهپل د ایران له سترو فعالو ډبرو جوړو پلونو څخه شو. د اندازې له پلوه ئې یوازې له ځینو پخوانیو پلونو لکه د قیصر شوشتر بند، د دزفول زوړ پل، مراغې ته نږدې د سرچشمې پل، د خرمآباد شکسته پل، پلدختر او په لرستان کې کشکان پل سره پرتله کېدلی شو.
د پل په ختیځ مخ کې تزئیني تاج او د شمالي منظرې په برخې کې د محصول اخیستلو دروازه د قاجاريه پړاؤ کې ورزیاتې شوي برخې وې چې د پهلوي پړاؤ پر مهال ویجاړې شوې.
د شلمې پېړۍ له وروستیو راهیسې دغه پل یوازې د پلي تګ راتګ لپاره کارول کېږي.
پر نړیوال لید د سیوسهپل اغېزې!
سیوسهپل له پېړیو راهیسې پر لیدونکو او اروپائي سفرنامهلیکوونکو ژور اغېزې شیندلي دی. دغه اغېزې هغه مهال پیل شوې چې انتوني او رابرټ شرلي وروڼه په اصفهان کې مېشت وو او د پل جوړېدو له پړاؤ سره ئې هممهاله ژوند کاوه.
د ۱۶۱۸ کال په مئ میاشتې کې، ګارسیا ډي سیلوا فیګوئرا اصفهان ته سفر وکړ او سیوسهپل ئې یوه ستره او پرتمینه وداني وبلله او هغه ئې «د ټولې سترواکۍ له مشهورو ودانیو څخه یوه» وبلله. هغه د دې پل عظمت د ښار د قیصرئې له بازار سره پرتله کړ.
یو کال وروسته، د ۱۶۱۹ کال د جولائی په لومړیو کې، پیټرو ډي لاواله سیوسهپل یو حیرانوونکی پل وباله چې د خپل هدف او اندازې له پلوه ئې له چهارباغ سړک سره پرتله کول کېدلی شول.
هغه همدارنګه د تیرګان جشن په اړه روایت کړی دی؛ دا د اوبو پورې تړلی یو لرغونی ایراني دود و چې د اصفهان خلکو به یې په ډېر ځوږ او ولولې سره نمانځنه کوله.
د ۱۶۲۰ کال په جنورۍ کې، ډی لاواله د «ظهور» په نوم د یوه جشن په مراسمو کې هم ګډون وکړ. دا هغه مراسم وو چې مسیحي ارمنیانو به پکې د خپلې کال هیندارې له مخې د حضرت عیسی(ع) د تعمید مراسم نمانځل او په زایندهرود کې به ئې صلیب کیښود، څو اوبه متبرکې کړي.
شاه عباس، اشراف او ګڼ شمېر خلک په دغو مراسمو کې حاضر وو. د مراسمو پر مهال به سیوسهپل د دې لپاره تړل کېده چې د دینی مراسمو په ترسره کولو کې د روحانیونو د فعالیتونو خنډ ونه ګرځي.
د ۱۶۲۸ کال په اپرېل کې، توماس هربرت ښار ته د یوه پلاوي رسمي وا ریدیدا د جنوب له لوري د چهارباغ سړک او سیوسهپل له لارې یاد کړي دي.
دغه انګریز پلاوي ته ایراني او ارمني چارواکو او د ښار خلکو په تود هرکلي سره ښه راغلاست ووایه او د ډولونو، شپېلکیو او دایرهزنگیو غږونه هم ورسره مل وو.
هربرت ډي پل او د چهارباغ او هزارجریب د باغونو له ښکلا څخه، چې په یوې محوري لاره کې واقع وو، ډېر اغېزمن شو او دوی یې «جنت» وبلل؛ تر دې اندازې چې باور ئې درلود په ټولې اسیا کې د دغو ځایونو ورته بېلګه نشته.
ژانباپتیست تاورنیه سیوسهپل «په رښتیا د معماري یو ډېر ظریف اثر، ښائي په ټول هېواد کې تر ټولو ظریف اثر» بللی او دا ئې په پاریس کې له نُف پل سره پرتله کړی دی؛ هغه د سېن پر سیند تر ټولو زوړ پاتې شوی پل و چې د سیوسهپل له جوړېدو پنځه کاله وروسته جوړ شوی و.
په اوولسمې پېړۍ کې نورو لیکوالانو هم د دې پل ستاینه کړې وه؛ په هغوی کې آدم اولئاریوس، آندره دولیه ډي سلاند، ژان تونو، ژان شاردن، یان یانسون استرویس، جان فرایر، فرانسوا سانسون او انگلبرت کمپفر شامل وو.
د وروستیو سفرنامو له ډلې څخه د ویلیام اوزلي یادښتونه، چې د ۱۸۱۱ کال په اګست کې ئې لیکلي، د پام وړ دي. هغه لیکلي چې سین تر یوه حده وچ شوی و، خو د پل په ژوَرو اوبو لرونکو حوضونو کې د ځایي ارمنیانو لپاره د کپور ماهي د هګیو اچولو ځایونه موجود وو.
اوزلي همدارنګه ادعا کړې چې د اوولسمې پېړۍ په منځ کې شاه عباس دویم د پل د ستنو د کوټو ورهونه په خښتو بند کړي وو؛ ځکه چې هغه په دغو کوټو کې له نامناسبو انځورونو څخه ناخوښ و.
کابو په ۱۸۴۰ کال کې پاسکال کوست هم، لکه د پخوانیو لیکوالانو په څېر، د پل تفریحي رول ته اشاره کړې ده. هغه لیکلي چې خلک به ماښام مهال د یخنۍ او سیوري لپاره، چای څښلو او د ښار د ګنبدونو او مینارو د ښکلي منظرې د لیدلو په موخه دې پل ته ورتلل.
سیوسهپل پر جورج ناتانیل کرزن، چې یو برتانوی سیاستوال او د هند وایسرائ و، هم ژورې اغېزې کړې وې. هغه په ۱۸۸۹ کال کې دا پل «په نړۍ کې تر ټولو شاندار پل» بللی و.
څو کاله وروسته، پرسي سایکس ولیکل چې «حتی په خپل زاړه او خراب حالت کې هم باید د نړۍ د سترو پلونو په ډله کې وشمېرل شي.
د سیوسهپل څوپوړیز جوړښت او دوهګوڼی رول، یعنې د تګ راتګ د لارې او د خلکو د ټولېدو د ځای په توګه، له ښکلي منظر سره یوځای، د ایران د اوسمهاله پلونو لکه په تهران کې د طبیعت پل لپاره الهام ګرځېدلی دی.
پل خواجو
پل خواجو د سیوسهپل شاوخوا دوه کیلومیټره لاندې، د زایندهرود پر سین جوړ شوی دی. د ښکلا او کارونې له پلوه له سیوسهپل سره ډېر ورته والی لري، خو اوږدوالی ئې د هغه له نیمائي څخه هم کم دی.
دا پل د یوه ښاري محور په اوږدو کې جوړ شوی چې د شمال له لوري د نقشجهان میدان، د جنوب له لورې د تخت فولاد له هدیرې سره نښلوي. ښائي دغه پل د پنځلسمې پېړۍ د یوه زاړه پل پر ځای جوړ شوی وي؛ هغه پخواني پل اصفهان د شیراز له زاړې لارې سره نښلاوه.
پل خواجو په ۱۶۵۰ میلادي کال کې، د شاه عباس دویم د واکمنۍ پر مهال جوړ شو؛ هغه وخت چې د اصفهان ښاري پراختیا د ښار پر ختیځ لوري روانه وه. د پل نوم د خواجو له سیمې یا د هغه په شمال کې له باغ چهارباغ څخه اخیستل شوی دی.
دا پل په نورو نومونو هم پېژندل کېږي؛ لکه پل حسنآباد، چې نوم ئې د شمال له پخوانۍ سیمې څخه اخیستل شوی؛ پل بابا رکنالدین، چې نوم یې په جنوب کې د نږدې مقبرې له امله دی؛ او پل شاهی، چې د شاهي کورنۍ له اړیکې سره تړاو لري.
پل خواجو ۱۳۲ میټره اوږد او ۱۲ میټره پلن دی او د سیوسهپل په څېر یې په یوه وخت کې څو ښاري دندې ترسره کولې. د تګ راتګ او د اوبو د بند په توګه د کارونې ترڅنګ، دا پل د خلکو د ټولېدو او تفریح لپاره هم مشهور و.
پل جويي!
پل جويي، چې نوم ئې د «ویالې پل» معنا لري، د شاه عباس دویم د واکمنۍ پر مهال جوړ شویو نورو پلونو څخه دی. دا پل په ۱۶۶۵ میلادي کال کې د سیوسهپل او پل خواجو ترمنځ جوړ شو.
دا پل په نورو نومونو هم یادېږي؛ لکه پل سعادتآباد، چې نوم ئې د نږدې باغ له امله دی؛ پل هفتدست، چې د همدې باغ د یوې ماڼۍ له نوم څخه اخیستل شوی؛ او پل دریاچه، چې د پل خواجو له اوبو زېرمتون سره د اړیکې له امله ورته ویل کېږي.
د اصفهان د نورو عامه پلونو پر خلاف، پل جويي یوازې د شاهي کورنۍ د استفادې لپاره و او د زایندهرود د دواړو غاړو شاهي ماڼۍ او باغونه ئې له یو بل سره نښلول.
دا پل د یوې ساده او یوهپوړیزې ودانۍ په توګه، له ۲۱ دریڅو یا کړکیو یا دهانو سره جوړ شوی و. د تګ راتګ ترڅنګ یې د اوبو د لېږد د چینل په توګه هم دنده ترسره کوله؛ اوبه ئې په جنوب کې د شاهي سعادتآباد باغ او په شمال کې کران باغ ته رسولې.
د پل اوږدوالی ۱۴۷ میټره او سور یې ۴ میټره دی. په منظمو واټنونو کې، د هر اوو دریڅو یا دهانو وروسته، دوه اتهضلعي غرفې یا سټالونه د استراحت او تفریح لپاره جوړ شوي دي، چې هر یو یې په دواړو خواوو کې پنځه کړکۍ لري.
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د اصفهان دطبیعي ښکلاؤ او د انجنئیرۍ د نوښتونو او هنری شاهکارونو په اړه د مطلب وخت همدومره ؤنو نو تر بل په زړه پورې مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ، بریالي ووسئ.
ژباړن! (سیماب)
****************************************************************************************************************************************************************************