بقایي: ایران له پاکستان سره د اړیکو پیاوړتیا ته ژمن دی
Oct 08, 2026 14:12 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، د ایران او پاکستان اړیکې پر ژورو تاریخي ګډو ارزښتونو او د دوستۍ پر تلپاتې اړیکو ولاړې دي
بقایي ویلي، له پاکستاني سفیر عمران احمد صدیقي سره یې ګټورې خبرې کړې دي او تهران هوډ لري چې د دواړو هېوادونو د ملتونو د خیر او ښېګڼې لپاره دوهاړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، ایران هغه لومړنی هېواد و چې په ۱۹۴۷ کال کې یې د پاکستان له خپلواکۍ اعلان وروسته دغه هېواد په رسمیت وپېژاند.
ټیګونه