داسلامی ایران دحکومت کلک هوډ او اراده دامام خمینی دلارې دوام دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i22615-داسلامی_ایران_دحکومت_کلک_هوډ_او_اراده_دامام_خمینی_دلارې_دوام_دی
زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی چې د :دولت دا ونۍ : په لومړنۍ ورځ سره دخپلې کابینې داسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی په حرم کې ئې شتون درلود، په یولړ څرګندونو کې زیاته کړې ؛ داسلامی اییران حکومت به ثابته کړی چې دامام خمینی لاره هغه لاره ده چې ملت ،امت اونړۍ دحق په لاره کې لوړو او بریالیو موخو رسولی شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 23, 2016 09:04 Asia/Kabul
  • داسلامی ایران دحکومت  کلک هوډ او اراده  دامام  خمینی دلارې  دوام دی

زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی چې د :دولت دا ونۍ : په لومړنۍ ورځ سره دخپلې کابینې داسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی په حرم کې ئې شتون درلود، په یولړ څرګندونو کې زیاته کړې ؛ داسلامی اییران حکومت به ثابته کړی چې دامام خمینی لاره هغه لاره ده چې ملت ،امت اونړۍ دحق په لاره کې لوړو او بریالیو موخو رسولی شی .

داسلامی ایران ولسمشر  ویلی دی ، د :دولت اونۍ : تل   دحضرت امام خمینی  دمرقد  ترڅنګ دیوه سنت په توګه او دهغه بزرګوار  له آئیډیاؤ سره  دبیا بیعَت  په توګه پیلیږی  او سږ کال هم   دحضرت امام خمینی  دسپیڅلی حرم ترڅنګ ،  دایران شریف او ستر ولس ته  دیولسم  حکومت دخدمت د څلور م کال  په پیل کې  دحکومت داونۍ پروګرامونه پیلیږی .

 دایران دمجرئې قوې  مشر هیله ښودلې ، په وړاندې کال   کې  دایران لوی او میړنی ملت   داقتصادی ودې   لپاره د هلوځلو  ، آرامښت ،انسجام   او وحدت او یووالی  ترڅنګ  داسلامی انقلاب  آئیډیاؤ او لوړو اقتصادی موخو ته لاس رسی ولری .

داګست ۲۳نیټه یعنی نن ، دایران په اسلامی جمهوریت کې  دحکومت داونۍ  پیل دی .

 د حکومت اونۍ ، یوداسې فرصت دی څو  دایران د اسلامی جمهوری نظام واکوالان    له خپل ولس سره  په یوه هراړخیز تعامل کې خپلې کړڼې او پروګرامونه  نندارې ته وړاندې کوی