داسلامی ایران دحکومت کلک هوډ او اراده دامام خمینی دلارې دوام دی
زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی چې د :دولت دا ونۍ : په لومړنۍ ورځ سره دخپلې کابینې داسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی په حرم کې ئې شتون درلود، په یولړ څرګندونو کې زیاته کړې ؛ داسلامی اییران حکومت به ثابته کړی چې دامام خمینی لاره هغه لاره ده چې ملت ،امت اونړۍ دحق په لاره کې لوړو او بریالیو موخو رسولی شی .
داسلامی ایران ولسمشر ویلی دی ، د :دولت اونۍ : تل دحضرت امام خمینی دمرقد ترڅنګ دیوه سنت په توګه او دهغه بزرګوار له آئیډیاؤ سره دبیا بیعَت په توګه پیلیږی او سږ کال هم دحضرت امام خمینی دسپیڅلی حرم ترڅنګ ، دایران شریف او ستر ولس ته دیولسم حکومت دخدمت د څلور م کال په پیل کې دحکومت داونۍ پروګرامونه پیلیږی .
دایران دمجرئې قوې مشر هیله ښودلې ، په وړاندې کال کې دایران لوی او میړنی ملت داقتصادی ودې لپاره د هلوځلو ، آرامښت ،انسجام او وحدت او یووالی ترڅنګ داسلامی انقلاب آئیډیاؤ او لوړو اقتصادی موخو ته لاس رسی ولری .
داګست ۲۳نیټه یعنی نن ، دایران په اسلامی جمهوریت کې دحکومت داونۍ پیل دی .
د حکومت اونۍ ، یوداسې فرصت دی څو دایران د اسلامی جمهوری نظام واکوالان له خپل ولس سره په یوه هراړخیز تعامل کې خپلې کړڼې او پروګرامونه نندارې ته وړاندې کوی