معظم رهبر وفرمایل: د هېواد د مشکلاتو حقیقی علاج مقاومتی اقتصاد دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i24949-معظم_رهبر_وفرمایل_د_هېواد_د_مشکلاتو_حقیقی_علاج_مقاومتی_اقتصاد_دے
د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی خامنه ای وفرمایل، د هېواد د مشکلاتو حقیقی علاج مقاومتی اقتصاد دے.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 13, 2016 10:57 Asia/Kabul
  • معظم رهبر وفرمایل: د هېواد د مشکلاتو حقیقی علاج مقاومتی اقتصاد دے

د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی خامنه ای وفرمایل، د هېواد د مشکلاتو حقیقی علاج مقاومتی اقتصاد دے.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د اسلامی انقلاب معظم رهبر نن د ایران د نفوسو او کورونو د سرشمېرنې د مسئولانو او د هېواد د شمېرنې د مرکز د مدیرانو او د عالی شورا د غړیو په کتنه کښې وفرمایل، که د دنیا ټولې لارې خلاصې شی او کورنے زېږوونکے اقتصاد نه وی نو په آخر کښې دغه انډول یو ماتې خوړونکے انډول دے.

دوی دقیقې، متمرکزې او علمی شمېرنې او اطلاعات د ایران د اسلامی جمهوریت لپاره په کارآمده فېصلو کښې اصلی بنیاد وبلۀ. معظم رهبر په دغه کتنه کښې د عمومی سرشمېرنې د طرحې په اهمیت باندې په تاکید سره د ایران ملت ته په خطاب کښې وفرمایل، د ایران ټول خلق پکار دی په دغه طرح کښې په جدی توګه ګډون وکړی. او زیاته یې کړه په شمېرنو کښې پکار دی موجوده حالت بیان شی او هم د  بدلونونو چلند وپېژندل شی چې په اوسنۍ زمانه کښې چې پکې د بدلونونو چټکتیا ډېره زیاته ده د هېواد چارواکی او  فېصله کوونکی ناڅاپه د چلندونو د بدلون له اثر سره مخامخ نه شی.