داسلامی ټولنو وحدت او یووالی د اوسنی دور یو مهم ضرورت دی
ایسنا خبری آژانس راپورور کړ داسلامی انقلاب د معظم لارښود ددفتر مشر حجةالاسلام محمد ګل پایګانی نن په یولړ څرګندونو کې د ایرانیانو په ضد دسعودی عربستان د ځینومفتیانو دڅرګندونو په محکوم کولو سره روښانه کړې ، اوس دسالامی ټولنو اصلی اړتیا یووالی او اتحاد دی ،خو ځینی مفتیان وائی ایرانیان مسلمان نه دی ، نوزمونږ له یاده نه ده وتلې تاسو دابوجهل او هندجګر خورې بچیان یاست اوپه درست تاریخ کې دتاسو تورتمه مخینه له هیچا پټه نه ده .
محمدی ګلپایګانی همداراز په ایران کې دسپیڅلی دفاع اونۍ ته په اشارې سره وویل ، له ایران سره دعراق دبعث رژیم په تپلی جنګ کې درست نړیوال استکبار دایران په وړاندې دریدلی ؤ ،خو دایران میړنی ولس په تاریخی مقاومت سره او له ټولو بندیزونو او محرومیّتونو سره سره تسلیم نه شو تر دې چې ملګری ملتونه مجبوره شول ،دعراق دوخت صدام دیکتاتور دجنګ پیلونکی معرفی کړی او دغه تپلی جنګ ختم کړی .