دایران په ضد بیا لګیدونکی بندیزونه دژمنو خلاف ورزی ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i33436-دایران_په_ضد_بیا_لګیدونکی_بندیزونه_دژمنو_خلاف_ورزی_ده
حضرت آیت ا ... العظمی سید علی خامنه ای دایران د دسمندری ځواک د دتخنیکی ، قوماندۍ او انسانی ځواک په بیلابیلو اړخونو کې پرمختګونه او توانمنۍ دپام وړ وبللې او پلانونو سر ته درسولو او پیاوړی کولو او په کارونو کې له بیړې د ډډه کولو اهمیّت باندې په ټینګار سره وویل؛ دکمښتو دلیرې کولو لازمه ، لوړ همت او دمحدودیتونو په وړاندې نه تسلیمیدا ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2016 16:21 Asia/Kabul
  • دایران په  ضد بیا لګیدونکی بندیزونه  دژمنو  خلاف ورزی ده

حضرت آیت ا ... العظمی سید علی خامنه ای دایران د دسمندری ځواک د دتخنیکی ، قوماندۍ او انسانی ځواک په بیلابیلو اړخونو کې پرمختګونه او توانمنۍ دپام وړ وبللې او پلانونو سر ته درسولو او پیاوړی کولو او په کارونو کې له بیړې د ډډه کولو اهمیّت باندې په ټینګار سره وویل؛ دکمښتو دلیرې کولو لازمه ، لوړ همت او دمحدودیتونو په وړاندې نه تسلیمیدا ده .

 

زمونږخبریال راپورراکړ  دایران داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  نن دایران داسلامی جمهوریت د پوځ  دسمندری ځواک دکلیزې په مناسبت  د دغه ځواک   له قوماندانانو اومسئولانو سره په کتنې کې  جامعې ایټمی موافقې  او د ایران په ضد د بندیزونو د تمیدیدو او  د دې ادعا په باب  د امریکا د کانګرس  پلان  ته په اشارې سره  چې   دا بندیزونه نه دی ، بلکې تمدیدیدا ده ، وویل ؛دبندیزونو پیلیدا یا  ئې   دوخت له ختمیدو وروسته  بیا تمدیدیدا هیڅ توپیر نه لری ،  او دا  دوهمه یعنی تمدیدیدا بندیز  او  دمقابل  لوری له خوا  دمخکینیو ژمنو خلاف ورزی ده .

 حضرت آیت  ا ... العظمی سید علی خامنه ای  همداراز   دایران د دسمندری ځواک  د دتخنیکی ، قوماندۍ او انسانی ځواک  په بیلابیلو اړخونو کې  پرمختګونه او  توانمنۍ  دپام وړ وبللې او  پلانونو   سر ته   درسولو او پیاوړی  کولو او په کارونو کې  له بیړې  د ډډه کولو  اهمیّت  باندې په ټینګار سره  وویل؛  دکمښتو  دلیرې کولو لازمه ،  لوړ همت او  دمحدودیتونو په وړاندې نه تسلیمیدا ده .

 داسلامی ایران ددرستو وقواؤ کمانډر انچیف  دځینوهیوادونو په پرمختګونو کې  دسمندر کچ کونې  دصنعت  اهمیّت  ته په اشارې سره  وویل ، ایران   له پراخو سمندری  پولو او  په سمندر کچ کونې کې  له اوږدې مخینې برخمن دی . پر ډې اساس  دایران داسلامی جمهوریت  دسمندری ځواک  قدرت اوتوانمنۍ باید د اسلامی ایران او د دغه هیواد د تاریخ په شان او  حیثیت سره سم وی .

داسلامی انقلاب معظم لارښود  همدارا  په آزاد سمندر کې  د ایران دپوځ دسمندری ځواک  قدرتمند شتون  دایران دقدرت اوتوانمنیو  دزیاتیدا لامل وباله او وې ویل ،  په آزاد سمندر  کې دشتون ژورتیا  باید نوره  هم زیاته شی.

 داسلامی انقلاب دمعظم لارښود له وینا  مخکې  دایران دپوځ دسمندری ځواک قوماندان امیر البحر  سردارحبیب ا... سیاری   په آزدو سمندرونو کې  دایران داسلامی جمهوریت  د پوځ   دسمندری ځواک  دقدرتمند او دوامدار شتون په باب  یو مفصل راپور  هم وړاندې کړ .

دنومبر اوه ویشتمه نیټه  یعنی  دپیګان دتوغندوی سسټم  دپرسنلو  دحماسه پنځونې ورځ   دایران داسلامی جمهوریت دپوځ دسمندری ځواک   ورځ نومول شوې او هرکال دغه ورځ په پرتم سره لمانځل کیږی .