د ایران د لیندۍ د ۲۸ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i35545-د_ایران_د_لیندۍ_د_۲۸_نیټې_ځینې_مطبوعات
انګلستان تل د ګواښ ، فساد او بدبختۍ سرچینه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2016 09:16 Asia/Kabul
  • د ایران د لیندۍ د ۲۸ نیټې ځینې  مطبوعات

انګلستان تل د ګواښ ، فساد او بدبختۍ سرچینه ده .

جمهوری اسلامی ورځپاڼه

 

دوستانو د ایران درستو ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې د وحدت اسلامی کانفرنس له میلمانو ، د نظام له مسولانو او له خلکو سره د رهبرۍ د ستر مقام کتنې او ویناو ته پراخ انعکاس ورکړی دی .

د رهبرۍ ستر مقام د رهبرۍ ستر مقام  ټینګار وکړ  په وروستیو دو پیړیو کې د برتانیه والو سیاستونه او اقدامات د سیمې د ملتونو لپاره د شر او بدبختۍ د سرچینې په توګه یاد کړل او یادونه یې وکړه چی په وروستیو ورځوکې برتانیه والو په ډیر بی شرمیتوب سره مظلوم او ګران ایران د سیمې ګواښ نومولې دې خو ټولو ته پته ده چی د دغو تورونو په اپوټه دا انګریزان دی چی تل د ګواښ ،فساد او بدبختۍسرچینه دی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د مسلمانانو د کمزوری کولو او درز لپاره د استعمار او استکبار د زیاتیدونکیو هلو ځلو په یادونې سره زیاته کړه اسلامی دنیا نن له ډیرو کړاونو او مصیبتونو سره مخامخ ده چی اتحاد ، هم افزایی  ، ملګرتیا او د ډیرو اسلامی مشترکاتو په سیوره کې  له مذهبی او فکری اختلافاتو تیریدا د دغو مشکلاتو او مصیبتونو حل لاره ده .

د رهبری ستر مقام جوته کړه د اسلامی ملتونو او دولتونو د وحدت په بڼه کې امریکایان او صیهونیسټان  په مسلمانانو د خپلو غوښتنود ورتپلو توان له لاسه ورکوی او د فلسطین د هیرولو دسیسه به ناکامه شی .

حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د اسیا په ختیځ کې له میانمار تر د افریقا په لویدیځ کې نایجریا د مسلمانانو وژله او د اسیا د لویدیځ په ډیرې مهمې سیمې کې د مسلمانانو مخامخیدنه د مستکبرانو د درز اچونکیو دسیسو نتیجه وبلله او زیاته یې کړه په دغو شرایطو او حالاتو کې انګلیسی شیعه او امریکایی سنی د یوې قینچی په شان  په  اختلاف راپارولو او اور لګولو بوخت دی . د رهبرۍ ستر مقام اتحاد د اسلامی نړۍ د اړتیا وړ ډیر مهم چمتوتوب وباله او زیاته یې کړه چی درستې اسلامی فرقې څه شیعیان او څه اهل سنت د اختلاف له رامینځته کولو ډډه وکړی او د پیغمبر اکرم ص مبارک وجود ، قران مجید  او کعبه شریف د وحدت او بیوستون چورلیز وګرځوی .

د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له ویناو مخکې د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د پیغمبر اکرم ص د نورانی زوکړې کلیزه د درستو اخلاقی فضایلو او حق ته د بلنې ورځ وبلله او زیاته یې کړه چی د پیغمبر اکرم ص سیرت  حق او باطل ترمینځ مینځنی ټاکنه نه وه بلکې هغه حضرت د حق په ډګر کې یعنی بهترینه لاره انتخاب کړه او د اعتدال معنا هم همدا ده .

ښاغلی روحانی همداراز د سیمې د حالاتو په هکله هم ځینو ډلو ته په اشارې سره د رحمت د پیغمبر ص په نوم  یې د دین څیره  له ترور او تاوتریخوالی سره ککړه کړی ده ، وویل اسلامی ایران تل له ترهه ګرۍ سره په مقابله کې د سیمې د مظلومو ملتونو تر څنګ دریدلې دې .

د دغې کتنې په پاې کې د وحدت اسلامی کانفرنس ځینو میلمانو  د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره  له نږدې کتنه او خبرې وکړې .

د اسلامی ایران خارجه وزیر د ایټمی معاهدی د ګډ کمیسیون غږملوونکې ته په استولې لیک کې د ایران په خلاف د بندیزونو د قانون په تمدیدولو کې د امریکا  په وروستی اقدام د غور لپاره   د ایټمی موافقې د ګډ کمیسیون د غونډې دجوړولو غوښتنه وکړه

 

د پاکستان په مشرانو جرګه کې د اپوزیشن  ګوند مشر  له ممنوع الفعالیت ډلو سره د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر د رابطې په اعلانولو سره  د چودری نثار علی خان د استعفا غوښتنه وکړه .

 

دایران داسلامی شورا دمشر دنړیوالو چارو ځانګړی سلاکار حسین امیر عبداللهیان دترهه ګرو له سپیرو منګولو دسورئې دحلب دآزادۍ په باب دمبارکۍ په ویلو سره ویلی دی ، تهران تل دسیاسی او نړیوالو ملاتړونو په چوکاټ کې له ترهه ګرۍ سره په اغیزمنې مبارزې کې دپوځی سلاکارۍ او دسورئې بحرانی سیمو ته د انسان دوستۍ دمرستو په لیږلو کې مخکښ پاتې شوی دی .

 

اطلاعات ورځپاڼه

 نوموړی ورځپانې هم  د نظام له مسولانو او د وحدت اسلامی کانفرنس له میلمانو سره په کتنه کې د رهبرۍ د ستر مقام له ویناو دغه ټکې خبر سر لیک ګرځولې دی چی فرماییلی یې هم افزایی او له اختلافاتو تیریدا د اسلامی نړۍله مصیبتونو د خلاصیدا لار ده .

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی د وحدت اسلامی په نړیوال کانفرنس کې ویلی دی چی د دښمنانو هدف د اسلامی ټولنو د فرصتونو له مینځه وړل دی .

 

دایران داسلامی شورا دمشر دنړیوالو چارو ځانګړی سلاکار حسین امیر عبداللهیان دترهه ګرو له سپیرو منګولو دسورئې دحلب دآزادۍ په باب دمبارکۍ په ویلو سره ویلی دی ، تهران تل دسیاسی او نړیوالو ملاتړونو په چوکاټ کې له ترهه ګرۍ سره په اغیزمنې مبارزې کې دپوځی سلاکارۍ او دسورئې بحرانی سیمو ته د انسان دوستۍ دمرستو په لیږلو کې مخکښ پاتې شوی دی .

کیهان ورځپاڼه

 دغې ورځپاڼې هم په خپل لومړی مخ د رهبرۍ د ستر مقام له مهمو ویناو دغه ټکې راخیستی چی انګلستان تل د ګواښ ، فساد او بدبختۍ سرچینه ده .

 

د اسلامی مذهبونو د تقریب ټولنې عمومی منشی، بریتانیه؛ امریکا او صهیونیسټی رژیم، په اسلامی ټولنو کی د تفرقې او بیلتون ډیر ستر تخم شیندونکی وبلل.

 

داسلامی مذهبونو د نږدې دټولنې د نړیوالوچارو مرستیال منو چهر متکی دغه ټولنه داسلامی دنیا ددښمانانو له ګواښونو سره د مقابلې لپاره یو بهیر وباله .

هغه داسلامی مذهبونو د نږدې کولوټولنه داسلامی دنیا د ګواښونو په وړاندې یو مخه نیونکی بهیر وباله او ویې ویل دغه ټولنه یو کلتور، یو ضرورت او هم دینی کلتوری فعالیت دی .

منوچهر متکی په تهران کښې د اسلامی وحدت د نړیوال کانفرنس دترسره کیدا اهمیت ته په اشارې سره وویل په تیرو شپږو (۶)کلونو کښې سیمه او داسلامی دنیا ډیرې برخې له یرغلونو،ورانیو او  داسلامی دنیا دانسانی ، معنوی ، او مادی سرچینو  او دبیخ بنایانو له مینځه تلو سره مخ وې .

هغه دې ته په اشارې سره چې  دغه ټول اقدامات دامریکا لخوا   په یوه پلان شوی چوکاټ کښې ترسره شوی زیاته کړه ددغو اقداماتوسناریو صهیونیسټ رژیم پلان کړی ده او د سیمې دځینو عربو هیوادونو د تیلو په ډالروسره اجرا کړې شوی ده .

 ایران ورځپاڼه

د رهبرۍ ستر مقام د وحدت اسلامی کانفرنس له میلمانو سره په کتنه کې وفرمایل اسلامی وحدت به د فلسطین د هیرولو دسیسه ناکامه کړی .

د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی جواد ظریف ویلی دی چی د برجام د ګډ کمیشن غونډه دې ترسره شی .

د جرمنی پارلیمان په  خپله ښکاره غونډه کې  له دغه هیواده د افغان کډوالو د ویستلو  د بندولو  غوښتنه رد کړه. د جرمنی پارلیمان د افغان کډوالو د ویستلو د بندولو لپاره د جرمنی د شنو او چپو څانګو غوښتنو ته منفی رایه ورکړه

په دغه غوښتنه کې  دهغوی پناه غوښتونکو  چې د پناه غوښتلو درخواستونه یې رد شوې دی  په نه ویستلو ټینګار شوی و. دا په داسې حال کې دی چې  تیره چارشنبه څلور دیرش افغانان چې د پناه غوښتلو درخواستونه یې رد شوې وو کابل ته  ډیپورټ کړی شول.  د جرمنی د کورنیو چارو د وزارت د شمیرنو په اساس د  کابو ۱۲۵۰۰ افغان پناه غواړو غوښتنې رد شوې  او ټاکل شوې له دغه هیواده وویستل شی.

د سعودی عربستان دکورنیو چارو وزارت له ترهګرو ډلو سره دارتباط په تور د ۵۱۶۷کسانو دنیولو خبر ورکړ

 

داسلامی وحدت په نړیوال کانفرنس کښې ګډون کونکو داسلامی امت دبریالیتوب راز ددښمانانو دپلانونو او دسیسو په وړاندې وحدت وباله .

 

دروسیې خارجه وزیر سرګی لاوروف دایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره د سوریې په تیره بیا دحلب ښار د وروستیو بدلونونو په باره کښې دنظر تبادله وکړه او موافقه وشوه چې د ایران ،روسیې او دترکیې درې اړخیزه غونډه ددسمبر په شلمه(۲۰) نیټه په ماسکو کښې وشی .

دعراق دموصل په ختیځ کښې النور او التامیم سیمو ته نږدې په دوو(۲) ګاډو کښې بم چاودنې وکړې او له کبله یې اتلس(۱۸) کسان ووژل شول او یوشمیر هم ژوبل شول چې ځینې پکښې مرګی حاله دی

 

رسالت ورځپاڼه

 

نوموړی ورځپاڼې  په خپل لومړی مخ د رهبرۍ د ستر مقام دغه خبره راخیستی ده چی فرماییلی یې دی ، انګلیسی شیعه او امریکایی سنی  د یوې قینچۍ په شان عمل کوی .

 

داسلامی وحدت دیرشم(۳۰) نړیوال کانفرنس بیګا د یوې بیانیې په خپرولو سره داسلامی هیوادونو پرضد د تفرقه اچونکو دسیسو په وړاندې د هوښیارۍ او د اسلامی دنیا د پیوستون پرضرورت دټینګار کولو په ترڅ کښې خپل کار پاې ته ورسوه .

د اسلامی وحدت د دیرشم(۳۰) نړیوال کانفرنس په پاییزې بیانیې کښې چې په اوویشتو(۲۷) مادو کښې برابره شوی ده ویل شوی دی په دغه درې(۳) ورځنی  کانفرنس کښې ګډون کونکو داسلامی هیوادونو په وروستیو بدلونونود غور کولو په ترڅ کښې داختلافاتو د لیرې کولو لپاره د ضروری پلانونو داجرا او داسلامی دنیا چارو ته د پام کولو پرضرورت ټینګار وکړ .

په دغه بیانیې کښې ویل شوی دی اسلامی وحدت له تکفیری بهیرونو سره د مقابلې لپاره ددغه کانفرنس د یوه اصلی عنوان په توګه یو ضرورت وو  اوپه دغه کانفرنس کښې دتکفیری تفکر ، دمسلمانانو په وحدت دتکفیری تفکر د اغیز ، دفلسطین په ایډیل د تکفیری تفکر دخطرونو، او دنوی اسلامی تمدن په رامینځته کولو کښې داسلامی امت د هدفونو دتحقق په لاره کښې دتکفیری تکفرونو له کبله درامینځته شویو خنډونو په شان په موضوګانو غور وشو .

داسلامی وحدت دکانفرنس په پاییزې بیانیې کښې دترهګرۍ پرضد د سوریې او دعراق دملتونو د بریالیتوبونو په هکله په مبارکۍ سره هیله ښودل شوی ده ددواړو هیوادونو دخلکو د سرشیندنې په دوام او داسلامی امت په ملاتړ سره په سوریې او عراق کښې زر تر زره امنیت او ثبات ټینګ شی .

داسلامی وحدت کانفرنس ګډون والو په دغه بیانیې کښې دیمن د ملت د هره ورځې وژله او دانسانانو او دنسلونو نابود کول وغندل او له نړیوال ټولنو یې وغوښتل دیمن د مقاوم او صبرناک  ملت د ژغورنې او دهغه تیرې چې دیمن ملت  ورسره مخامخ دی د ختمیدا لپاره اقدام وکړی

په بریطانیه کښې دایران د اسلامی جمهوریت سفیر حمید بعیدی نژاد په سوریې کښې له غیر قانونی ترهګرو ډلو د لویدیځو هیوادونو دملاتړ دختمولوغوښتنه وکړه

 

دایران د نظام دمصلحت دپیژندنې دټولنې سیکرټر محسن رضایی دامریکا په باره کښې د وروستیو پیښو بهیر ته په اشارې سره سترې امریکا ته دستنیدا په اړه دنوی ولسمشر ډونالډ ټرامپ شعار غیر عملی وباله

 

د کابل چاپ ځینې ورځپاڼې

ګرانو مونږه دغه ورځپاڼۍ له اینټرنیټ راخلو او په ورځپاڼو کې د لیکل شویو مطلبونو په اړه هیڅ مسولیت نلرو

 

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغان حکومت د مخالفینو د فعالیتونو د څرنګوالی سولې، جګړې او بهرنی ملاتړ په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړی دی.

 

سرخط:

 

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې لیکلی، د طالبانو زور اوبه شو، دوی په هلمند کې بایللې جګړه په ماشومانو ګټی.

په لیکنه کې وړاندې راغلی، طالبان د دې لپاره چې د هلمند مرکز لښکرګاه لاندې کړی په ولسوالیو کې یې له کورونو د ځوانانو راټولونه پیل کړې.

په مطلب کې وړاندې راغلی هغوی چې به چې څوک نه لرل نو له پنځو زرو تر دوه لکه کلدارو دوی ته ورکړی.

په مطلب کې د نادعلی ولسوالۍ د خلکو په حواله راغلی، دوی اوس طالبانو ته ویلی چې ځلمی نه ورکوی ځکه چې دوی ورته له هاخوا یوازې سوځېدلی جسدونه راوړی او هره ورځ په کلی کې د دوو، درېیو ځوانانو د ویر ټغرونه خواره وی.

نو د مطلب لیکوال لیکلی، اوس طالبان اړ شوی چې د ځوانانو د نشتوالی له امله ماشومان خپلو لیکو ته جذب کړی.

 

سرنوشت:

 

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله په دې عنوان پیل کړې ده، د سولې پرمخ تړلې دروازې.

 

په سرمقاله کې راغلی، افغانانو ته د سولې او جګړې دواړه انتخابونه له خطره خالی نه دی، که د تپل شوې جګړې پر وړاندې مو جګړه کړې هم وژل شوی یو او که د جګړې د درولو لپاره مو ګام اخېستی او یا یې اخلو، هم وژل کېږو.

د سرمقاله لیکونکی په باور، د افغانستان جګړه هسې اسانه تعریف نه لری چې ووایوجګړه د طالب په نامه د وسلهوالومخالفینو او افغان حکومت تر منځ ده، بلکې دا پېچلې استخبارتی جګړه ده چې ډېر پېچلی اړخونه لری.

 

سرمقاله لیکونکی د دې خبرې په دوام لیکلی، دا جګړه د نړۍ او سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګټې جګړه ده چې قربانی یې له بده مرغه افغانان ورکوی.