دپاکستان پنجاب صوبه دترهه ګرو ډلو په مرکز بدله شوې ده .
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i40704-دپاکستان_پنجاب_صوبه_دترهه_ګرو_ډلو_په_مرکز_بدله_شوې_ده_.
دپاکستان د سني اتحاد کونسل مشر صاحبزاده حامد رضا پرون ناوخته په لاهور کې په یولړ دستورو کې پخپلې وینا کې وویل ،که دپاکستان حکومت دسپاه صحابه او جنګوي لښکر پشمول دترهه ګرو ډلو دنابودولو لپاره جدي هڅه ونه کړي ، نو دپوځ ضرب عضب عملیات به بې نتیجې وي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 12, 2017 11:01 Asia/Kabul
  • دپاکستان پنجاب صوبه دترهه ګرو ډلو په مرکز بدله شوې ده .

دپاکستان د سني اتحاد کونسل مشر صاحبزاده حامد رضا پرون ناوخته په لاهور کې په یولړ دستورو کې پخپلې وینا کې وویل ،که دپاکستان حکومت دسپاه صحابه او جنګوي لښکر پشمول دترهه ګرو ډلو دنابودولو لپاره جدي هڅه ونه کړي ، نو دپوځ ضرب عضب عملیات به بې نتیجې وي .

داپه داسې حال کې دي چې  دپاکستان  دپوځ لوړپوړي قوماندانانو دغه عملیات  چې له تیرو درو کلونو راهسې روان دي ،  بریالی اعلان کړي او  ټينګار ئې کړی دی ،  تراوسه پورې په دغو  عملیاتو کې  کابو زر ترهه ګر هلاک شوي دي .

صاحبزاده حامد رضا   دترهه ګرو او تکفیریانو سره په مبارزې کې  دپاکستان دولس پر یووالی او اتحاد په ټينګار سره ویلی  دي ،  باید  درست مسلمانان  له یوه بل سره اوږه په اوږه  ودریږي او دتکفیری ترهه ګرو دفعالیتونو او دهغوي دآسانتیاو برابرونکو په ضد دې   کوټلي او جدي مبارزه وکړي څو دغه سپیره بلا  له جرړو  وباسل شي .

په همدا وروستیو کې داسې کومه ورځ نشته چې دپاکستان په بیلابیلو  ښارونو اوښارګیو کې  د دغه هیواد مظلوم  خلک دترهه ګرو په لاس قرباني شویو خپلو بچیانو جنازې اوچتې نه کړي . 

سپاه  صحابه ، جنهګوي  لښکر ، جیش محمد په څير ترهه ګرې  او پيّلي ډلې دپاکستان داهل تشیع او اهل تسنن  دعامو خلکو  په زرګونو کسان  دخپلو  اوورپکو اوترهه ګرو فعالیتونو په نښه کړي دي .