د عربستان په وړاندې د ایران دریځ روښانه او فعال دې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i41848-د_عربستان_په_وړاندې_د_ایران_دریځ_روښانه_او_فعال_دې
د ایران د دولت ویندوی محمد باقر نوبخت نن په خبری غونډه کې زیاته کړه له ایران سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د فارس خلیج د حوزې د هیوادونو غوښتنه هماغه د اسلامی ایران غوښتنه ده او د ریاض په وړاندې د تهران دریځونه په جوته بیان شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2017 14:14 Asia/Kabul
  • د عربستان په وړاندې د ایران دریځ روښانه او فعال دې

د ایران د دولت ویندوی محمد باقر نوبخت نن په خبری غونډه کې زیاته کړه له ایران سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د فارس خلیج د حوزې د هیوادونو غوښتنه هماغه د اسلامی ایران غوښتنه ده او د ریاض په وړاندې د تهران دریځونه په جوته بیان شوی دی .

ښاغلی نوبخت  د ایران او عربستان په اړیکو کې د پاکستان د میانځی ګړی د رول  په هکله د خپره شوی خبر په ردولو سره وویل د اسلامی ایران سیمه ایز نفوذ ډیر زیات دې او عربستان د داعش او القاعدې په شان له ترهه ګرو ډلو مرسته غواړی  او باید یو ډول له ځانه دفاع وکړی چی د عربستان په پیسو او وسلو سره ترهه ګر پیاوړی شوی دی .

 نوبخت جوته کړه د سوریې او یمن په اړه  هم د ایران دریځونه  جوت دی او دا عربستان دې چی باید د ماشوم وژنې ، په مسکونی سیمو د حملو او د یمن د بی دفاع خلکو د وژلو په اړه ځواب ووایی .