د روسیې ولسمشر د اسلامی انقلاب معظم رهبر ته خصوصی سلام ووایۀ
د روسیې ولسمشر د ایران د اسلامی جمهوریت له ولسمشر سره په ګډ اخباری کانفرنس کښې له حسن روحانی وغوښتل چې د هغه خصوصی سلام دې د اسلامی انقلاب معظم رهبر ته ورسوی.
د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې ولادیمیر پیوټن په دغه اخباری کانفرنس کښې چې پرون په کرېملېن کښې د دواړو ولسمشرانو د ګډو خبرو اترو په آخر کښې جوړ شو په مختلفو ډګرونو کښې د دواړو هېوادونو د تعلقاتو او ملګرتیاو زیاتېدو ته د چټکتیا ورکولو په لازموالی تاکید وکړ.
د روسیې ولسمشر همدارنګ امید څرګند کړ چې ماسکو ته د روحانی سفر به د تهران او ماسکو په تعلقاتو کښې یو نوے باب وی.
د 2016 په نومبر کښې هم چې د روسیې ولسمشر په تهران کښې د ګېس لرونکو هېوادونو په سرمشریزه غونډه کښې د ګډون لپاره تهران ته سفر کړے ؤ له هوائی ډګره نېغ د اسلامی انقلاب د معظم رهبر کور ته لاړ او یو ټوک ډېره نفیس قرآنی نسخه یې د تحفې په توګه حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای ته ډالۍ کړه.
همدارنګ په دغه کتنه کښې د اسلامی انقلاب معظم رهبر او د روسیې ولسمشر د دلچسپۍ وړ سیمه ایز مسائل او نړیوال حالات څیړلی وو.
ډاکټر حسن روحانی د تېر ګل په ورځ مازیګر د ولادیمیر پیوټڼ په رسمی بلنې ماسکو ته سفر وکړ او پرون د دواړو سرمشرانو خبرې اترې وشوې.
حسن روحانی وړمه شپه د روسیې له وزیراعظم دیمیتری مدودف سره هم خبرې اترې وکړې او پرون یې د ماسکو په سرکاری پوهنتون کښې د ډاکټرېټ د اعزازی ډیګرۍ له ترلاسه کولو وروسته د مختلفو سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په اړه وېنا وکړه.
د کرېملېن له ماڼۍ سره نزدې په الېګزېنډروف باغ کښې د ګمنام سرباز د آرامګاه د احترام رسم ادا کول هم د دغه سفر یوه برخه وه.
حسن روحانی روسیې ته د خپل سفر په وروستی پروګرام کښې په ماسکو کښې په روسیې کښې د مېشته ایرانیانو په غونډه کښې ګډون وکړ او په دې موقع یې په خپله وېنا کښې وویل: دواړه هېوادونو کلکه اراده کړې ده چې د خپلو کلنیو تجارتی مبادلاتو حجم لس میلیارډ ډالرو ته ورزیات کړی.