معظم رهبر: شهید سید محمد باقر صدر یو کم نظیره شخصیت ؤ
د اسلامی انقلاب معظم هبر د ستر شیعه فقیه او متفکر شهید سید محمد باقر صدر د تخصصی څېړنځاے د غړیو په کتنه کښې چې په تېرو وختونو کښې ترسره شوې وه او نن یې متن خپور شو هغه یو نابغه او کم نظیره شخصیت وبلۀ.
د 1359 هجری شمسی کال د اوری د میاشتې په نولسمه نېټه د عراق بعثی رژیم، آیت ا... سید محمد باقری صدر او د هغه خور بی بی له زیاتو شکنجو وروسته شهیدان کړل.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د دې په بیانولو سره چې په علمیه حوزو کښې زیات استعداد لرونکی انسانان شتون لری خو شهید صدر په قطعی توګه یو نابغه ؤ وفرمایل: هغه کار چې شهید صدر به ترسره کوۀ د علمیه حوزې د ډېرو فقهاو، علماو او متفکرینو د وس کار نه ؤ ځکه چې هغه یو ډېر پراخ، د اسلامی دنیا د ضرورتونو د فهم وړ او غوښتنو ته چټکه او آماده ځواب ویونکے نظر لرۀ
حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای زیاته کړه: شهید صدر د عراق په نجف اشرف کښې د معمول مطابق د امام خمېنی (رح) له کور او تشکیلاتو سره ډېر کم ارتباط لرۀ خو له انقلاب سره او ایران ته د ارواښاد ا مام له راتلو سره سم شهید صدر خپلو شاګردانو ته وویل چې تاسو د امام خمېنی په ذات کښې داسې جذب شئ څنګه چې هغه په اسلام کښې جذب شوے دے.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د دې په بیانولو سره چې امکان نه لری یو حکومت او اجتماعی نظام بې له نظریې باقی پاتې شی، څرګنده کړه، شهید صدر یو نامتو او لوړ انسان او نظریه پرداز ؤ.