مینځنی ختیځ سیمه ،دتیلو او ګیسو دزیرمو مهمه سیمه ده
زمونږ خبریال راپورراکړ دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی نن په تهران کې دتیلو ،ګیسو ، پیټیروکیمیکل او چاڼ په دوه ویشتم نندارتون کې په یولړ څرګندونو کې په ایران کې تل پاتې امنیت ته په اشارې سره ویول ، دم ګړۍ دامنیت او ملاتړونو له پلوه دتیلو اوګیسو په حوزې کې دپانګونې لپا د ایران اوسنی شرائط ډیر خوښ دی .
دایران دتیلو،ګیسو، چاڼ او پیټروکیمیکل دوه ویشتم نندارتون نن دسلګونو ایرانیو او د نړۍ له ۳۷هیوادونو د یوزر پنځه سوه شرکتونو په شتون سره په تهران کې پیل شوې ده .
ډاکټر لاریجانی دسیمې حساسو شرائطو ته په اشارې سره وویل په مینځنی ختیځ سیمې کې په وروستۍ لسیزې کې ترهه ګری ډیره پراخه شوې ده چې البته په وروستیو کلونو کې دایران داسلامی جمهوریت د سیاستونو په دلیل دسیمې شراېط بدل شوی دی او نړیوالې ټولنې دایران سیاستونه منلی دی .
دایران داسلامی شورا مشر روښآنه کړې له ترهه ګرو سره له مبارزې او دهغوی له ځپنې سره سره ، دسیمې دځینو هیوادونو دچلندونو په دلیل دترهه ګرو موضوع، هماغه شان دسیمې لومړنۍ موضوع ده او نشی ویل کیدلی چې دترهه ګرو شتون کم شوی دی . هغه همداراز دیمن او بحرین پشمول په سیمې کې ځینو شخړو ته هم اشاره وکړه او وې ویل ، هره واړه تیروتنه له امنیتی پلوه د درستې سیمې کلی وضعیّت بدلولی شی .