په اسلامي ایران کښې د قرآن کریم تخم شیندل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i48556-په_اسلامي_ایران_کښې_د_قرآن_کریم_تخم_شیندل_شوی_دی
د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د رمضان د مبارکې میاشتې په وړومبۍ ورځ یعنې پرون مازیګر له قرآن سره د مینې په نوراني غونډه کښې وویل: په دې ټاټوبي کښې د قرآن کریم مبارک تخم شیندل شوی دی او نن سبا د هیواد عمومي فضا له قرآن پاک سره بلده ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 28, 2017 01:24 Asia/Kabul
  • په اسلامي ایران کښې د قرآن کریم تخم شیندل شوی دی

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د رمضان د مبارکې میاشتې په وړومبۍ ورځ یعنې پرون مازیګر له قرآن سره د مینې په نوراني غونډه کښې وویل: په دې ټاټوبي کښې د قرآن کریم مبارک تخم شیندل شوی دی او نن سبا د هیواد عمومي فضا له قرآن پاک سره بلده ده.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په دغو مراسمو کښې له قرآن سره مینه د انسان د ژوند په وړاندې د پرتو پوښتنو د سمو ځوابونو د موندلو لامل وبلله او څرګنده یې کړه: په هغه ټولنه کښې چې د آئیډیالونو او ارمانونو په لور ځي، د ارتباطاتو او کړچار د ډول، د دریځنیونو او دوستیو او دښمنیو د ډول او له دنیاوي چارو سره د چلند د طریقې په هکله په زرهاو پوښتنې پکښې رامینځته کیږي چې قرآن د دې ټولو پوښتنو ځوابونه لري.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي د ننۍ دنیا او بشر د بې لارې کیدو وجه، دې پوښتنو ته غلط او انحرافي ځوابونه وبلل او زیاته یې کړه: خدای تعالی انسانان له یو بل سره د اړیکې، مینې او مرستې  لپاره پيدا کړي دي خو نن سبا د دنیا په هرځاې کښې جنګ، ناامني، ویره او ګمراهي موجوده ده. معظم رهبر له دې لانجو خلاصۍ، د قرآن په هدایت کښې وباله او ویې ویل: په خواشینۍ سره نن سبا اسلامي ټولنه هم د نورو ټولنو په شان له ستونزو سره لاس او ګریوان ده او د سعودي په شان حکومتونو کښې د ځینو اسلامي ټولنو برخلیک نالایقو کسانو په لاس کښې اخیستی دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د داشان وضعې د رامینځته کیدو وجه له ایمان او قرآني حقایقو لیرې والی وباله او څرګنده یې کړه: دا کسان په ظاهره پر قران پابند دي او حتی د قرآن کریم په میلیونونو نسخې خپروي خو په عمل کښې د قرآن د حکم خلاف له کفارو سره ملګري دي او کوم مال چې باید د خپلو خلکو د ژوند په ښه کولو ولګوي هغه کفارو او د خلکو دښمنانو ته ورکوي.

دوي د ځینو مرتجع هیوادونو دې چټي خیال ته په اشارې سره چې فکر کوي په پيسو د اسلام د دښمنانو صمیمیت جلبولی شي، وویل: حقیقت دا دی چې داسې هیڅ صمیمیت نشته او لکه څنګه چې خپله امریکایانو ویلي دي، دوي لوشي او بلآخره به یې حلال او ذبحه کړي.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په یمن او بحرین کښې د دین خلافو کړچارونو ته په اشارې سره، د باطل د نابودیدو په هکله د قرآن کریم د ژمنې یادونه وکړه او زیاته یې کړه: کوم کسان چې د مسلمانانو خلاف دا ډول کارونه کوي، باطل دي او باطل به خامخا له زوال او سقوط سره مخامخیږي. البته د هغوي د نابودۍ وخت د مومنانو د عمل کولو په څرنګوالي پورې اړه لري او که مومنه ټولنه سم عمل وکړي نو باطل به ډیر زر نابود شي.

دوي د ایران خلاف د صدام رژیم په تپلي جنګ کښې د ایران د ولس تجربې او بریالیتوب ته په اشارې سره وفرمایل: ولس نه یوازې په تش لاس په تپلي جنګ کښې بریالی شو بلکې څلویښت کاله کیږي چې له مادي نظره د یوې داسې پياوړې جبهې په وړاندې دریدلی چې له هرې خوا پرې ګوذار کوي او دا تجربې ښودنه کوي چې د پياوړي، عزتمندانه او کامیاب پرمختګ لاره، له قرآن کریم سره په تړاو کښې ده.