دایران دلوړوموخو دپوره کیدا لپاره ټول باید سره یوموټی شو
زمونږخبریال راپورراکړ داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی بیګا دایران د اسلامی شورا داستازو او مشر سره د روژه ماتی په دستورو کې د ولسمشرۍ وروستی انتخابات دالهی رحمت ورښت وبلل او وې ویل ، دولس ولولناک اوپرتمین شتون دهغو دښمنانو هڅه چې غوښتل ئې ، پر ایران دباؤنه زیات کړی ، شنډه کړه .
ډاکټر روحانی زیاته کړه دامریکا ولسمشر سیمې ته راغلی ؤ ، دځینو هیوادونو مشران ئې سره غونډ کړی وو او دهغوی اصلی موخه دایران پرملت دباؤ اچول وو ، خو د ایران ولس په استثنائی اوتاریخی موقعیّت کې درایو په صندوقونو کې ئې اوڅاره شتون درلود او بدغواړو ته ئې ښه سم ځواب ورکړ.
داسلامی ایران ولسمشر روښانه کړه ، داسلامی انقلاب معظم لارښود په هوښیارۍ او پوهې سره د ولسمشرۍ انتخابات په سمه هدایت او منظم کړل او ولس هم په انتخاباتو کې ولولناک شتون درلود او ددغې پوهې ، هوښیارۍ،نجابت او داوڅاره شتون په ترکیب سره ئې دنړۍ په سویه دایران لپاره امنیت ،آرامښت او عظمت راوپنځوۀ.
په دغو دستورو کې دایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی هم دروژې دمبارکې میاشتې په مناسبت دمبارکۍ په وئیلو او له دغې معنوی میاشتې څخه داستفادې په ضرورت په ټینګار سره وویل، له نیکمرغه ، دایران د ولسمشرۍ وروستی انتخابات د ولس په پراخو او ولولناک شتون سره ترسره شول او دولسم حکومت هم د راتلو په حال کې دی .