لاریجانی: صهیونېسټ رژیم په نړۍ کښې د ترهه ګرۍ مور ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i50650-لاریجانی_صهیونېسټ_رژیم_په_نړۍ_کښې_د_ترهه_ګرۍ_مور_ده
د ایران د اسلامی شورا د جرګې مشر وویل: د وروستۍ پېړۍ په حافظه کښې د صهیونېسټ رژیم له جوړېدو نه بله زیاته سپېره ښکارنده نشته ځکه چې د دغه رژیم په رامنځته کولو او شکل ورکولو کښې په تاریخ کښې بې مخینې جنایتونه او جرمونه ترسره شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2017 13:25 Asia/Kabul
  • لاریجانی: صهیونېسټ رژیم په نړۍ کښې د ترهه ګرۍ مور ده

د ایران د اسلامی شورا د جرګې مشر وویل: د وروستۍ پېړۍ په حافظه کښې د صهیونېسټ رژیم له جوړېدو نه بله زیاته سپېره ښکارنده نشته ځکه چې د دغه رژیم په رامنځته کولو او شکل ورکولو کښې په تاریخ کښې بې مخینې جنایتونه او جرمونه ترسره شوی دی.

ډاکټر علی لاریجانی د تهران د جمعې د نمانځه له خطبو نه مخکښې په خپله وېنا کښې له فلسطین څخه د ملاتړ مسئله یوه اسلامی فریضه وګڼله او وې ویل: د قدس  د ورځې له نومولو څخه د امام خمینی (رح) مقصد د مسلمان ملت بېداری او له دغې مهمې اسلامی دندې څخه د غفلت نه کول وو. 

لاریجانی زیاته کړه: د صهیونېسټ رژیم جوړول په مینځنی ختیځ کښې د ناامنۍ د شروع ټکے ؤ او نن د ترهه ګرو په ملاتړ کښې ددغه رژیم لاس په ډاګه شوے او زیاتره اسلامی هېوادونه یې له ترهه ګرۍ سره مخامخ کړی دی.

د ایران د اسلامی شورا د جرګې مشر دا خبره څرګنده کړه چې د نړۍ مسلمانان د صهیونېزم په نامه له یوې تباهکارې ښکارندې سره مخامخ دی چې د نړۍ ستر قدرتونه  یې په رامنځته کولو کښې ونډه لری چې مسلمان ملتونه ښکېل کړی.