دابراهیمی حج فلسفه داسلامی نړۍ اومسلمانانو مشکلاتو اومسئلو ته پام کول دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i55279-دابراهیمی_حج_فلسفه_داسلامی_نړۍ_اومسلمانانو_مشکلاتو_اومسئلو_ته_پام_کول_دی
آیت ا.... کاشانی د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې دجنګ او وینو بهولو په پیلولو کې داسلام ددښمنانو، نړیوال استکبار اوصهونزم دسیسو ته اشاره وکړه اوزیاته ئې کړه ، داسلامی نړۍ شخصیتونه اوپه درستې اسلامی نړۍ کې د جمعې لمانځّه خطیبان باید دحج په مناسکو کې په فلسطین ،یمن ،سورئې ،عراق کې موجوده حالاتو ا و دغه راز د اسلامی نړۍ ګټو او دسولې او امنیت ټینګولو او دمشکلاتو ختمولو ته پام وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 01, 2017 09:17 Asia/Kabul
  • دابراهیمی حج فلسفه داسلامی نړۍ اومسلمانانو مشکلاتو اومسئلو ته پام کول دی

آیت ا.... کاشانی د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې دجنګ او وینو بهولو په پیلولو کې داسلام ددښمنانو، نړیوال استکبار اوصهونزم دسیسو ته اشاره وکړه اوزیاته ئې کړه ، داسلامی نړۍ شخصیتونه اوپه درستې اسلامی نړۍ کې د جمعې لمانځّه خطیبان باید دحج په مناسکو کې په فلسطین ،یمن ،سورئې ،عراق کې موجوده حالاتو ا و دغه راز د اسلامی نړۍ ګټو او دسولې او امنیت ټینګولو او دمشکلاتو ختمولو ته پام وکړی .

زمونږخبریال راپورراکړ په تهران کې د قربانۍ داختر دلمانځه خطیب  آیت ا... امامی کاشانی   نن په تهران کې د  اختر دلمانځه په خطبو کې دحج دمناسکو،دخدای دکور په لور دتلو  او   په مکې شریفې کې دنړس د مسلمانانو دغونډیدا فلسفه، په نړۍ کې د موجوده حالاتو په وړاندې  داسلامی امت ویښتیا  او دمسلمانانو  په چارو  غور کول وبلل او روښانه ئې کړه ،مسلمانان باید  دخپلو اسلامی هیوادونو  له مشرانو او حکومتونو ،  داسلامی امت  ترمینځ د تفرقې او درز دمخنیوی او  د وحدت اوامنیت  دټینګولو غوښتنه وکړی .

  آیت ا.... کاشانی د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې  دجنګ او وینو بهولو په پیلولو کې  داسلام ددښمنانو،  نړیوال استکبار اوصهونزم  دسیسو ته  اشاره وکړه اوزیاته ئې کړه ، داسلامی نړۍ شخصیتونه  اوپه درستې  اسلامی نړۍ کې  د جمعې لمانځّه خطیبان  باید دحج په مناسکو کې  په فلسطین ،یمن ،سورئې ،عراق کې موجوده حالاتو  ا و دغه راز  د  اسلامی نړۍ   ګټو او  دسولې او امنیت  ټینګولو او  دمشکلاتو  ختمولو ته پام وکړی .

په تهران کې  د لوی اختر دخطبو خطیب    د اسلام  اوسنۍ نړۍ   امامت او  ولایت فقیه ته اړمنه وبلله او  وې ویل ،   داسلامی نړس  په ټولو چارو  غور او داتحاد پیاوړتیا  یوه دنده ده او  ټول اسلامی حکومتونه باید  دنړۍ دمسلمانانو ګټې په نظر کې ونیسی.

 داپه داسې حال کې دی چې  داسلامی انقلاب  معظم لارښود اودمسلمانانو ولی امر  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  هم  دپنجشنبې په ورځې  دبیت ا... الحرام   حاجیانوته پخپل پیغام کې  د اسلامی هیوادونو دمشرانو اود داسلامی نړۍ د درستو شخصیتونو  دنده   په اسلامی هیوادنو کې دتراخو غمیزو د سملاسی مخنیوی ا و د دغه راز دملتونو   د وحدت او پوهولو   ته بللی دی .