د ایران دفاعي توان د هیڅ نړیوال قانون خلاف نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i58681-د_ایران_دفاعي_توان_د_هیڅ_نړیوال_قانون_خلاف_نه_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاعي توان لاره پیاوړې ده او د هیڅ نړیوال قانون خلاف نه ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2017 10:25 Asia/Kabul
  • د ایران دفاعي توان د هیڅ نړیوال قانون خلاف نه دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاعي توان لاره پیاوړې ده او د هیڅ نړیوال قانون خلاف نه ده

د اسلامي ایران ولسمشر په دې باندې په ټینګار سره چې ایران به د خپلې دفاع لپاره د ضرورت وړ وسلو په تولید کښې شک ونه کړي، وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاعي توان لاره پیاوړې ده او د هیڅ نړیوال قانون خلاف نه ده.

حسن روحاني نن سهار په اسلامي شورا (پارلیمان) کښې د علومو، تحقیقات او ټیکنالوجۍ او د انرجۍ د وړاندیزي وزیرانو د اعتماد د راې په غونډه کښې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت به د خپلو خلکو د ګټو او امنیت د دفاع لپاره د توغندوي توان زیاتولو ته دوام ورکړي.

ولسمشر روحاني همداشان د برجام (ایټمي موافقې) په وړاندې د امریکې لوظ ماتونو او کارړنګونو ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه: امریکې په دې کړچار سره نړۍ ته وښودله چې د اعتماد وړ نه ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر له ترهګرو ډلو د امریکې ملاتړونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: امریکا د عراق، شام او افغانستان په شمول د سیمې د هیوادونو د ناامنه کولو لامل ده.

روحاني زیاته کړه: امریکې د عراق ټوټې کول غوښتل خو د عراق ولس او حکومت، د ایران اسلامي جمهوریت او د سیمې ځیني هیوادونه د عراق د ځمکنۍ بشپړتیا د خرابیدو خنډ شول.