د درستو قواؤ کمانډرانچیف د پوځ نوي قوماندانان وټاکل
د اسلامی انقلاب معظم لارښود او د ایران ددرستو قواؤ کمانډرانچیف حضر ت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه ای نن په جلا جلا فرمانونو کې سردار تورن جنرال محمد حسین د ادرس د پوځ دعمومی قوماندان جانشین او امیر البحر حبیب ا.... سیاری دپوځ دغږملونې مرستیال او دغه راز امیرالبحر حسین خانزادی هم د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ دسمندری ځواک قوماندان وټاکل .
په دغو فرمانونو کې راغلی دی ، دپوځ د بیلابیلو برخو د عملیاتی اواطلاعاتی چمتووالو لوړتیا او دکارکونکو دزیاتره اقتصادی اړتیاؤ پوره کولو هیله کیږی او دغه راز د درستو ځواکونو په سویه دچورلیزی اړتیاؤ په ځواب ویئلو کې دپوځ زیاتره چټکوالی اوکارندوالی او د غږملتیاؤ لوړتیا او لومړیتوبونه ، انسجام او تشویق کولو تمه هم کیږی.
په دغو حکمونو کې همدرااز ټینګار شوی دی ، تمه کیږی ، په کلک هوډ او لوړ اهتمام ا و رغنده تعامل او دپوځی وړتیاؤ او ظرفیّتونو او پرسنلو څخه بشپړ استفاده وشی او د موجوده بهیر چټکتیا دوه برابره شی .