ولسمشر روحاني کرمانشاه ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i59240-ولسمشر_روحاني_کرمانشاه_ته_لاړ
حسن روحاني د زلزلې د زخمیانو لپاره عاجله شفا او د ټولو غم ځپلو لپاره د صبر دعا وکړه.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 14, 2017 09:27 Asia/Kabul
  • ولسمشر روحاني کرمانشاه ته لاړ

حسن روحاني د زلزلې د زخمیانو لپاره عاجله شفا او د ټولو غم ځپلو لپاره د صبر دعا وکړه.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې د ایران ټول ولس د کرمانشاه د خلکو ترڅنګ ولاړ دی، ټینګار وکړ: د ایران خلکو، حکومت او وسله وال ځواکونه په پوره توان سره د کرمانشاه د خلکو ترڅنګ دي.

د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني نن سهار د زلزله ځپلو سیمو د کتنې لپاره کرمانشاه ولایت ته لاړ او دغه ولایت ته له رسیدو سره سم یې د خبریالانو په ټول کښې غم ځپلو کورنیو ته د تسلیت په ویلو سره زیاته کړه: حکومت په خپل ټول توان سره د زلزله ځپلو د مرستې لپاره میدان ته رادانګلي دي او هڅه به وکړي چې په ډیر لږ وخت کښې د دوي ستونزې هوارې کړي.

ولسمشر په دې خبرې سره چې هیڅ داسې ایرانی نشته چې نن د کرمانشاه د خلکو په فکر کښې نه وي، زیاته کړه: ټول باید د یوبل ترڅنګ د زلزله ځپلو د ستونزو د هواري لپآره خپله ټوله توانايي وکاروو.

د ایران ولسمشر همداشان د هغو ټولو هیوادونو مننه او قدرونه وکړه چې په دې پیښه کښې یې د ایران له ولس سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

حسن روحاني د زلزلې د زخمیانو لپاره عاجله شفا او د ټولو غم ځپلو لپاره د صبر دعا وکړه.