مسئولان دې دغمځپلوخلکو د مشکلاتو دحل لپاره دوه چنده هڅه وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i59503-مسئولان_دې_دغمځپلوخلکو_د_مشکلاتو_دحل_لپاره_دوه_چنده_هڅه_وکړي
داسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز ټینګار وکړ درستو مسئولانو په بیلابیلو برخو کې بشپړ هڅه کړې ده او که نه وائ نو دځپل شویو خلکو مشکلات به نوره هم زیات وو خو بیا هم زه قانع نه یم او باید نوره هم دخلکو دمشکلاتو دختمولو لپاره لازیاته هڅه وشی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 20, 2017 09:19 Asia/Kabul
  •   مسئولان دې دغمځپلوخلکو  د مشکلاتو دحل لپاره دوه چنده هڅه وکړي

داسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز ټینګار وکړ درستو مسئولانو په بیلابیلو برخو کې بشپړ هڅه کړې ده او که نه وائ نو دځپل شویو خلکو مشکلات به نوره هم زیات وو خو بیا هم زه قانع نه یم او باید نوره هم دخلکو دمشکلاتو دختمولو لپاره لازیاته هڅه وشی .

زمونږخبریال راپورراکړ داسلامی انقلاب  معظم لارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي نن سهار وختي   دکرمانشاه له زلزله ځپلو   اوغم وهلو خلکو سره دخواخوږۍ لپاره  دغه ولایت ته لاړ او  له خلکو سره په  غم کې شریک شو . 

  دوي  په پیل کې   په سرپل زهاب  ښار کې  تاواني سیمو ته لاړ او  تاواني سیمې ئې ولیدې  او دغه راز ئې  د دغې  سیمې  دغمځپلو  خلکو په  ټول کې   پخپلو څرګندونو کې وفرمائيل ؛    دا یو داسې غم او داغ دی  چې    په دغې سیمې کې دمونږ  خلکو  کابو پنځّه سوه  خپل خپلوان  له لاسه ورکړي دي .  داسلامی انقلاب معظم لارښود  دغه راز ټينګار وکړ  درستو مسئولانو  په بیلابیلو برخو کې بشپړ هڅه کړې ده  او که   نه وائ نو   دځپل شویو خلکو مشکلات به نوره هم زیات  وو  خو بیا هم زه قانع نه یم او باید  نوره هم دخلکو دمشکلاتو دختمولو لپاره لازیاته هڅه وشي . دوی دغه راز ووئيل ،ډيره دلچسي مودرلوده چې  دستاسو د خوشالۍ  په وخت   دتاسو د مهربانو او وفادارو خلکو ښار ته راشم  ،  نه په  داسې شرائطو کې   غمجن   او په ویر کې ئۍ. داسلامی انقلاب  معظم لارښود  دسپيڅلی دفاع  په وپړاؤ کې د کرمانشاه  ولایت دخلکو  مقاومت او سرښیندنې  او مقاومت ته په اشارې سره  ووئيل ، دالومړنی ځل م نه دی ، چې دتاسو ښار   د دې ګرچاپيره  مهربان او صابر اوسیدونکي  له دغه شان مشکلاتوسره  مخ شوي دي ، بلکې تاسو دتپلی جنګ  په دوران کې  هم د کړاؤنو او دردونو په مقابل کې  محکم، پیاوړي او مقاومت ولس  په توګه  مو خپل  مقاومت نندارې ته وړاندې کړی دی . او اوس به هم همداسې  وبریښوئ.حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي وفرمائيل ؛ دغې پيښې د درست ایران دملت  زړونه  دردولي دي  او د درست ملت زړونه دکرمانشاه ولایت   له غمجنو  خلکو سره   غمجن دي  او هر ډول مرستې کړي دي او دغه بهیر ته به دوام ورکړي .