د داعش د شجره خبیثه ملعونه جرړه مو وویستله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i59571-د_داعش_د_شجره_خبیثه_ملعونه_جرړه_مو_وویستله
د ایران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د قدس ځواک قومندان د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضور ته په یو پیغام کښې د داعش د شجره خبیثه د سیطرې پاې اعلان کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2017 08:48 Asia/Kabul
  • د داعش د شجره خبیثه ملعونه جرړه مو وویستله

د ایران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د قدس ځواک قومندان د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضور ته په یو پیغام کښې د داعش د شجره خبیثه د سیطرې پاې اعلان کړه.

د سپاه نیوز د رپورټ له مخې سردار برید جنرال قاسم سلیماني نن د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي ته په یو پیغام کښې وویل: زه بنده په دې میدان کښې ستاسو لخوا د یو ګمارل شوي سرتیري په توګه د داعش د وروستۍ قلا (البوکمال) د آزادولو د عملیاتو په پاې ته رسولو او د امریکايي-صهیونیسټي ډلې داعش د بیرغ په کوزولو او هلته د سوریې د بیرغ په رپولو سره د دې شجره خبیثه ملعونه د ولکې ختمیدل اعلانوم.

سردار سلیماني د دې ډګر د ټولو ګمنامو قومندانانو او مجاهدینو او له ایران، عراق، سوریې، لبنان، افغانستان او پاکستان څخه د حرم د زرګونو مدافع جانبازانو او شهیدانو په استازیتوب چې د مسلمانانو د سرونو او عزتونو د دفاع لپاره یې ځانونه قرباني کړي دي، د اسلامي انقلاب معظم رهبر او د ایران ولس او د عراق او سوریې ولسونو او د نړۍ نورو مسلمانو ولسونو ته د دې ډیرې سترې او برخلیک جوړونکې بریا مبارکي وویله.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان زیاته کړه: د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي او حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي عقلمنده مشري او حکیمانه لارښوونې وې چې له دې زهرجن طوفان سره د مقابلې لپاره د ټولو امکاناتو د یوځاې کیدو سبب شوې.

هغه ټینګار وکړ: په یقین سره د عراق او سوریې د حکومتونو پایدارۍ او د دغو دواړو هیوادونو د ځوانانو په تیره بیا د حشد الشعبي او د نورو مسلمانو هیوادونو د ځوانانو او پوځونو ټینګتیا د سید حسن نصر ا... په مشرۍ د حزب ا... په مقتدرانه او محوري شتون سره دې خطرناکې دسیسې ته په ماتې ورکولو کښې ټاکونکی رول درلود.

سردار سلیماني څرګنده کړه: د امریکې د ترټولو لوړرتبه چارواکي په اعتراف چې اوس د دغه هیواد ولسمشر دی، دغه ټول جنایتونه په امریکې پورې د اړوندو مشرانو او سازمانونو لخوا پلان او اجرا شوي او امریکايي مشران لاهم دغه طریقه طراحي او اجرا کوي.

د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د قدس ځواک قومندان همداشان د عراق او سوریې له حکومتونو او ولسونو په ملاتړ کښې د ایران د سیاسي او پوځي چارواکو قدرونه وکړه.