د ایران د مرغومی د لسمې نیټې مطبوعات
د ایران د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی ویلی دی چی د ایران خلک له وروستیو غونډو د امریکایی چارواکو دوکه ورکونکې ملاتړ له ریاکارۍ پرته بل څه نه ګنی .
جمهوری اسلامی ورځپاڼه
په درست ایران کی د ایران ویښ ولس د مرغومی د نهمې نیټې په مناسبت په لاریونونو کې مړه دی وی امریکا او مړ دې وی اسراییل شعارونه ورکړل . په درست اسلامی ایران کې د ۱۳۸۸لمریز کال د مرغومې دنهمې دحماسې د دکلیزې په ولولناکو اوپرتمینو دستورو کې ګډون کونکو د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره دسپیڅلی ا سلامی نظام په ضد د نویو استکباری صهونیسټی فتنو په وړاندې په هوښیارۍ او میړنتوب سره دمقابلې لپاره خپل بشپړ چمتووالی اعلان کړ
دمرغومی دمیاشتې نهمه نیټه هغو فتنه ګرو عناصرو ته چورلټ ځواب او دټونلې دجوړښت له ماتونکو څخه دبراءت په اعلان کې دایران د میړنی ملت دملیونی پرتمین لاریون ښودنه وه چې چې دایران دولسمشرۍ د انتخاباتو په لسم پړاؤ کې ئې د درغلۍ په پلمه بې لاریتوب ته مخه کړې وه .
په دغه پریکړه لیک کې راغلی دی ، د مرغومې د نهمې حماسه ، په ولس د تکیه کونکی نظام داقتدار ، د ولایت په چورلیز د ملت د وحدت ،د دیانت ، بصیرت ، دښمن پیژندې ، مسئولیّت پیژندنې او په وخت دعمل نندارې ته د وړاندې کونې ورځ ده چې داسلامی انقلاب د معظم لارښود په حکیمانه تدبیر سره داسلامی انقلاب په ضد خورا ستره او پیچلی فتنه شنډه شوه او فتنه ګر هم منزوی شول .
دغه پریکړه لیک د ولس داقتصادی مشکل پر حل د ایران دمسئولانو د اهتمام په ضروروت په ټینګار سره زیاته شوې ، دخلکو دغولولو او په چټی پلمو سره هر هغه ډول فتنه ګری به چې داسلامی انقلاب ضد غوښتنه او دامریکا ،انګلستان او دقدس دنیواکګر رژیم له جاسوسی ادارو سره غږمله دی ، په ماتې محکومه وی .
په درست اسلامی ایران کې د ۱۳۸۸لمریز کال د مرغومی د نهمې نیتې دیوم ا... په ولولناکو او پرتمینو دستورو کې ګډون کونکو همداراز دایران له مسئولانو هم وغوښتل ، د سپیڅلی اسلامی نظام دلازیاتې غوړید ا او دامریکا له نوو فتنو اوظالمانه بندیزونو سره دمقابلې دتوان دزیاتولو لپاره دې خپلې ټولې هڅې وکاروی .
امریکا وایی چی په سوریه کی پاتی کیږو او روسیه هم وایی چی د سوریې له دولت دفاع ته دوام ورکوو .
د الاقصی جومات خطیب ویلی دی چی عربی هیوادونو د قدس په حق کی کوتاهی کړی ده .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی ویلی دی چی د ایران خلک له وروستیو غونډو د امریکایی چارواکو دوکه ورکونکې ملاتړ له ریاکارۍ پرته بل څه نه ګنی .
کیهان ورځپآڼه
نوموړی ورځپانۍ هم نورو درستو ورځپاڼو په شان په خپل لومړی مخ د مرغومی د نهمې نیتې د لاریون انځور چاپ کړی دی او په غټو ټکیو یې لیکلی دی چی د مرغومی د نهمې د پرتمینې حماسې په کلیزه کی ملت پاڅون وکړ .
د یمن انصار ا... غورځنګ په ریاض کی د عربستان د دفاع وزارت په ودانۍ توغندی وتوغوه .
په امریکا کې د وسلوالو تاؤتریخوالو د ثبتونکی مرکز همداراز راپور ورکړی ، د ۲۰۱۷له پیل راهسې تر دې دمه دامریکا په بیلابیلو ایالتونو کې د ډزو شپیته زره اوه سوه نهه اویا موردونه ثبت شوی دی چې په نتیجې کې ئې پنځلس زره او څلور سوه دوه ویشت کسان وژل شوی او کابو یو دیرش زره نور ټپیان شوی هم دی .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چین ولسمشر شی جین پینګ ته دنوی میلادی کال دمبارکۍ په پیغاکې وئیلی دی ، په ۲۰۱۷کال کې د چین او روسیې په اړیکو کې د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ په پراختیا کې نوی بریالیتوبونه ترلاسه شوی دی چې باید دغه بهیر دوام وکړی .
قاسمی ویلی دی د ایران ولس د امریکائی چارواکو ریاکارانه شعارونو ته کوم اهمیت نه ورکوی . بهرام قاسمی د امریکائی چارواکو بېوقوفانه، بې ارزښته او بې اعتباره څرګندونو په غندلو سره وویل: د ایران خلک په قطعی توګه د فلسطین، یمن او بحرین د خلقو د بشری حقوقو په خلاف ورزۍ کښې د ټرمپ فعاله ګډون، د ایران له پوهانو او دانشورانو سره له کینې ډکې دښمنۍ او د امریکې خاورې ته د هغوی د داخلېدو په ممانعت کښې د امریکا د ولسمسشر محدودیتونه او په چټی بهانو په دغه هېواد کښې د مېشته زیاتو ایرانیانو نیونې په یاد لری.
قاسمی زیاته کړه:د ایران ملت د ایران په ځینو ښارونو کښې په وروستیو ورځو کښې له ځینو غونډه څخه د امریکائی چارواکو فرصت طلبانه او فریبکارانه ملاتړ د امریکې د حکومت له چالاکۍ او ریاکارۍ پرته څه نه ګڼی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاندد دې په بیانولو سره چې د ایران ولس د هېواد د امنیت او پرمختګ ډېره لویه اډاڼه لری واضحه کړه، د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره په انتخاباتو کښې د ایران د خلکو ګډون او د هېواد د چارو په چلوونکو ادارو باندې په څارنه او نیوکه کښې د ملت د وګړو فعاله شتون د اسلامی انقلاب او هېواد د ودې او ترقۍ ضمانت ورکوی.
اطلاعات ورځپاڼه
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د قم له ایثارګرانو روحانی او شهدا کنګرې له چاروالو سره په کتنه کې وفرمایل د روحانیت ننۍ دنده انقلابی والی او د دښمن له چلونو سره د مقابلې لپاره چمتووالی دی .
په درست ایران کی د مرغومې د نهمې نیټې د کلیزې په مناسبت پرتمنې دستورې ترسره شوی .
د اسلامی مذهبونود نزدیوالی دنړیوالې ټولنې عمومی منشی آیت ا.....محسن اراکی د تهران د امام خمینی په مصلا کې د مرغومی دمیاشتې دنهمې د حماسې د درنښت په درستورو کې پخپلې وینا کې زیاته کړې ، دښمن دې پوه شی چې دایران د ملت د ارادې په وړاندې به د هغوی فتنه ګرې ،دوکه بازې او دسیسه ګرې پلانونې هیڅ خنډ او خار پار رامینځة نه کړی شی .
دعراق لومړی وزیر حیدرالعبادی د دغه هیواد له خلکو غوښتی ، هغه فسادګر چې دحکومت پر مالونو مسلط شوی دی ، هماغه کسان دی چې دعراق خاورې ته د داعشی تکفیری ترهه ګرو د ورتلو لامل شوی دی او دغو فساد ګرو ته به هیڅکله هم اجازت ورنکړی ، چې د هیواد شتمنۍ او مال دخدمتونو دوړاندې کولو په پلمه ونغری .
د ایټمی انرژۍ د نړیوال آ ژانس مشر یوکیاآمانو د دغه آژآنس واکمنې شورا ته دخپل فصلی راپورونو په دوام کې یوځل بیا تائید کړې چې دایران اسلامی جمهوریت پخپلو ایټمی ژمنو بشپړ عمل کړی دی .
زیاتره امریکایان د ډونالډټرمپ په کړنو خپه دی ،سی این این ټیلیویژنی چینل راپور ورکړی ، د دغه چینل د وروستۍ نظر غوښتنې نتیجې ښئ چې دامریکا ۶۵فی صده خلک وائی ، دخپل ولسمشر ټرمپ په کړچار خپه دی .