په ایران کښې د وروستیو بلوو اصلی سرچینه د اربیل غونډه وه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i62825-په_ایران_کښې_د_وروستیو_بلوو_اصلی_سرچینه_د_اربیل_غونډه_وه
د ایران د نظام د مصلحت د ټولنې سېکتر په ایران کښې د وروستیو بلوو اصلی سرچینه د عراق په کردستان سیمه کښې د اربیل غونډه وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 06, 2018 15:16 Asia/Kabul
  • په ایران کښې د وروستیو بلوو اصلی سرچینه د اربیل غونډه وه

د ایران د نظام د مصلحت د ټولنې سېکتر په ایران کښې د وروستیو بلوو اصلی سرچینه د عراق په کردستان سیمه کښې د اربیل غونډه وبلله.

محسن رضائی نن د خبریالانو په ټول کښې په ایران کښې وروستیو بلوو ته په اشارې سره وویل: څو میاشتې مخکې په اربیل کښې د امریکې د سی آئی د ایران ضدو عملیاتو د مرکز د سېکتر مائیکل ډی آندره، د عراق د معدوم ډېکټېتر صدام د زوے قصی د دفتر د مشر، د صدام د ښځې د ورور هانی تلفا، د منافقینو د ترهه ګرې ډلګۍ او سعودی د نمائندګانو په ګډون سره یوه غونډه وشوه چې پکې د ایران په خلاف د عملیاتو تاریخ د تېر ۲۰۱۷ کال د دسمبر وروستی وختونه وټاکل شول.

رضائی واضحه کړه چې د اربیل په غونډه کښې ګډون کونکو فېصله وکړه چې له مجازی فضاء څخه په استفادې سره د ایران خلاف عملیات شروع کړی او د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ او فرورۍ میاشتو کښې په ایران کښې بلوې زیاتې کړی او د ایران ټول ښارونه کنټرول کړی.

رضائی د دې په بیانولو سره چې د ایران په خلاف د دغو عملیاتو نوم « نتیجه ورکوونکې غږملتیا» ؤ زیاته کړه: هغوی غوښتل چې د بلوو له پراختیا وروسته به ایران ته وسلې نناباسی او یو شمېر بلوه کونکی به ووژنی.

د ایران د نظام د مصلحت د تشخیص د ټولنې سېکتر وویل: د اربیل په غونډه کښې همدارنګ فېصله وشوه چې امریکه به په ایران کښې د بلوو له زیاتېدو وروسته له ملګرو ملتو څخه د بشری حقوقو غوښتنه وکړی او بیا به د منافقینو ترهه ګره ډلګه هم مېدان ته راودانګی او له اروپا څخه به وغواړی چې ایران بائیکاټ کړی.

هغه واضحه کړه چې کله د ایران خلقو ته پته ولګېده چې یوه دسیسه روانه ده نو له آشوبګرو او بلوه کونکو څخه یې خپله لاره په چټکتیا سره ببله کړه  او د اسلامی نظام دښمنانو ته یې مضبوطه څپړه ورکړه.