د نوی نسل د واکوالانوهڅه دسیمې د امنیت خنډ ده
دعمان خارجه وزیر ددې پوښتنې په مطرح کولو سره چې آیا نابود کړائ شوی هیوادونه بیرته رغاولی شی ،ووئیل ، دکارپیژاندو په وینا، دسورئې جوړول او رغاول ، پنځه سوه میلیارډ ډالری بودجې ته اړتیا لری چې تامینول ئې ممکن نه دی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ د عمان خارجه وزیر یوسف بن علوي چې د تهران په دوهم امنیتي کنفرانس کې دګډون لپاره تهران ته په سفر راغلی ، دایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره ئې په کتنې کې په یمن دحملې ، د دغه هیواد په ضد د جنګ اوتیریو دختمولو دضرورت ، دیمن مظلوم ولس ته دانسان دوستۍ دمرستو دلیږدولو او هم د د دواړو خواؤ د خوښې وړ نورو دوه اړخیزو موضوعګانو په باب هم خبرې اترې او مشورې وکړې .
په عین حال کې د عمان خارجه وزیر یوسف بن علوی دتهران د امنیتي کنفرانس په خصوصي غونډې کې پخپلې وینا کې هم ټينګار کړی ، سیمه د واکوالانو د هغه نوي نسل په منګولو کې ورغلې ده ، چې دهغوي هلې ځلې او خوځښتونه ممکنه ده دسیمې امنیت او ثبات سره ګډ وډ کړي .
یوسف بن علوي زیاته کړې ، هغه بحران چې دنړۍ په ځينو سیمو کې ورسره لاس اوګریوان یوو ، دمیلیونونو انسانانو د وژل کیدو او د بیخ بینائي تاسیساتو د له مینځه تلو لامل شوی دی .
دعمان خارجه وزیر ددې پوښتنې په مطرح کولو سره چې آیا نابود کړائ شوي هیوادونه بیرته رغاولی شي ،ووئيل ، دکارپيژاندو په وینا، دسورئې جوړول او رغاول ، پنځه سوه میلیارډ ډالري بودجې ته اړتیا لری چې تامینول ئې ممکن نه دي .
دتهران دوهم امنیتی کنفرانس نن د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف ، دسټراټژيکو چارو د شورا دمشر کمال خرازي ا و د څه دپاسه اتیاؤ بهرنیو میلمنو او د ایران د پنځویشتو موسسو دلوړپوړو څيړاندو په شتون سره ترسره شو .