د نوی نسل د واکوالانوهڅه دسیمې د امنیت خنډ ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i62971-د_نوی_نسل_د_واکوالانوهڅه_دسیمې_د_امنیت_خنډ_ده
دعمان خارجه وزیر ددې پوښتنې په مطرح کولو سره چې آیا نابود کړائ شوی هیوادونه بیرته رغاولی شی ،ووئیل ، دکارپیژاندو په وینا، دسورئې جوړول او رغاول ، پنځه سوه میلیارډ ډالری بودجې ته اړتیا لری چې تامینول ئې ممکن نه دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 08, 2018 15:53 Asia/Kabul
  • د نوی نسل د واکوالانوهڅه دسیمې د امنیت خنډ ده

دعمان خارجه وزیر ددې پوښتنې په مطرح کولو سره چې آیا نابود کړائ شوی هیوادونه بیرته رغاولی شی ،ووئیل ، دکارپیژاندو په وینا، دسورئې جوړول او رغاول ، پنځه سوه میلیارډ ډالری بودجې ته اړتیا لری چې تامینول ئې ممکن نه دی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ   د عمان خارجه وزیر  یوسف بن علوي  چې د  تهران    په دوهم امنیتي کنفرانس کې  دګډون لپاره  تهران ته په سفر راغلی ،  دایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره ئې په کتنې کې    په یمن دحملې ،  د دغه هیواد په ضد د  جنګ اوتیریو  دختمولو دضرورت ،  دیمن مظلوم ولس ته دانسان دوستۍ دمرستو  دلیږدولو  او هم د   د دواړو خواؤ د خوښې وړ نورو  دوه اړخیزو موضوعګانو په باب هم  خبرې اترې او مشورې وکړې .

 په عین  حال کې د عمان خارجه وزیر  یوسف بن علوی    دتهران د امنیتي کنفرانس  په خصوصي  غونډې کې  پخپلې وینا کې هم ټينګار کړی ، سیمه د واکوالانو د هغه نوي نسل  په  منګولو کې  ورغلې ده ، چې  دهغوي هلې ځلې او خوځښتونه  ممکنه ده دسیمې  امنیت او ثبات سره  ګډ وډ کړي .

  یوسف بن علوي  زیاته کړې ، هغه بحران چې  دنړۍ  په ځينو  سیمو کې ورسره لاس اوګریوان یوو ،  دمیلیونونو انسانانو  د وژل کیدو او د بیخ بینائي  تاسیساتو  د له  مینځه تلو لامل شوی دی .

  دعمان خارجه وزیر  ددې پوښتنې په مطرح کولو سره چې  آیا نابود کړائ شوي هیوادونه بیرته رغاولی شي ،ووئيل ،  دکارپيژاندو په وینا، دسورئې جوړول او رغاول ،  پنځه سوه میلیارډ ډالري بودجې ته اړتیا لری  چې  تامینول ئې  ممکن نه دي .  

 دتهران  دوهم امنیتی کنفرانس  نن د  ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف ، دسټراټژيکو  چارو د شورا دمشر  کمال خرازي  ا و د   څه دپاسه اتیاؤ بهرنیو  میلمنو  او د ایران  د پنځویشتو موسسو دلوړپوړو څيړاندو په شتون سره  ترسره شو .