د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر د ټولو مسلمانانو رهبر دے
د آذربائیجان جمهوریت خلقو د ایران له اسلامی جمهوریت او معظم رهبر څخه په ملاتړ کښې غونډه وکړه.
د مجازی رسنیو د نړیوالې اتحادیې د تحلیلی سائیټ د رپوټ له مخې د آذربائیجان جمهوریت یو شمېر مسلمانانو پرون سحر په باکو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت مخې ته په راغونډېدو سره د ایران د اسلامی انقلاب له معظم رهبر څخه په ملاتړ کښې شعارونه ورکړل.
په دغه غونډه کښې حاضرینو په داسې حال کښې چې «د آذربائیجان دینداران له تاسو سره دی» او « زمونږ ګرانه رهبرهه مونږ له تاسو سره یوو» مضامین مشتمل په آذری ژبه پلې کارډونه او د معظم رهبر تصویرونه او د ایران او آذربائیجان جمهوریت بېرغونه یې اوچت کړی وو د رهبر زنده باد، رهبر دې سلامت وی، حسېنیان بېدار دی او د رهبر ملاتړی دی، مړۀ دې وی د رهبر دښمنان نعرې وهلې.
په آذربائیجان جمهوریت کښې د حزب اسلام پخوانی نائب مشر او اسلامی تعلیماتو ته د دعوت اجتماعی اتحادیې اوسنی مشر الچین مناف اف چې د اجتماع کونکو ترمېنځ موجود ؤ وویل: مونږ نن راغلی یوو چې له خپل رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای څخه خپل ملاتړ اعلان کړو ځکه چې هغه یوازې د ایران رهبر نه بلکه د نړۍ د ټولو مسلمانانو رهبر دے، مونږ په ایران کښې د وروستیو بلوو په لیدو سره غواړوو ښودنه وکړوو او اعلان وکړو چې هغه د دنیا د ټولو مسلمانانو رهبر دے او مونږ تل ورسره ملګری یوو او ترې ملاتړ په ځان باندې فرض بولوو.
یو بل وېنا وال هم وویل: مونږ د دنیا د ظالمانو په اړه وایو چې خداے دې ټول مسلمانان د ظالمانو له شره وساتی. زمونږ خبره د ایران د خلقو په باره کښې نه بلکه د انسانیت د ماهیت خبره ده.
ټولو ته معلومه ده چې د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر د ټولو مسلمانانو رهبر دے، هغه ولی فقیه دے او مونږ د هغه په احترام او ترې په ملاتړ کښې د ایران د سفارت مخې ته راغونډ شوی یوو، خداے دې هغه سلامت لری او د اسلام دښمنان امریکه او اسرائیل دې نابود کړی.