ایران به د بیارغونې په پړاؤ کښې هم د عراق ترڅنګ وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i64209-ایران_به_د_بیارغونې_په_پړاؤ_کښې_هم_د_عراق_ترڅنګ_وي
په عراق کښې د اسلامي ایران سفیر څرګنده کړه چې هیواد یې له عراق سره د خپلو اقتصادي او تجارتي اړیکو پراخولو ته هوډمن دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 25, 2018 15:54 Asia/Kabul
  • ایران به د بیارغونې په پړاؤ کښې هم د عراق ترڅنګ وي

په عراق کښې د اسلامي ایران سفیر څرګنده کړه چې هیواد یې له عراق سره د خپلو اقتصادي او تجارتي اړیکو پراخولو ته هوډمن دی.

په عراق کښې د ایران سفیر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت به له ترهګرۍ سره د جنګ د پړاؤ په شان د بیارغاونې او اقتصادي پراختیا په دوره کښې هم د عراق د حکومت او ولس ترڅنګ ولاړ وي.

ایرنا لیلکي چې ایرج مسجدي د عراق له یوه ډله مشهورو محققانو، څیړاندو او جنرلسټانو سره په یوه صمیمي ناسته کښې د مختلفو کورنیو او د عراق او سیمې د مسائلو په هکله د تهران دریځونه تشریح کړل.

هغه د عراق د سیاسي بهیر له دوام او د روان ۲۰۱۸ کال د مۍ په دولسمه نیټه د دغه هیواد د پارلیماني انتخاباتو له ترسره کیدو په بغداد کښې د خلکو لخوا له هر غوره کړي حکومته ملاتړ د ایران د اسلامي جموریت همیشنی سیاست اعلان کړ.

په عراق کښې د اسلامي ایران سفیر څرګنده کړه چې هیواد یې له عراق سره د خپلو اقتصادي او تجارتي اړیکو پراخولو ته هوډمن دی.