دایران اسلامی انقلاب تل دامریکا دړکې او ګواښونه شنډ کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i64673-دایران_اسلامی_انقلاب_تل_دامریکا_دړکې_او_ګواښونه_شنډ_کړی_دی
، له ټولو سختیو ،تیریو او هغو ټولو دسیسو سره سره چې امریکا او د هغې متحدانو اوتالی څټو داسلامی انقلاب له هماغه پیله تر دې دمه دایران د انقلابی او هوډمن ملت په ضد په بیلابیلو چلولونو اوبڼو کې پلان اواجرا کړی دی ، اسلامی انقلاب په اقتدار اوعظمت سره خپل پرتم او لوړوالی زیات کړی او ددښمنانو او دهغوی دګوډاګیانو په سترګو کې تل ازغی او خار شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2018 11:07 Asia/Kabul
  • دایران اسلامی انقلاب تل دامریکا دړکې او ګواښونه شنډ کړی دی

، له ټولو سختیو ،تیریو او هغو ټولو دسیسو سره سره چې امریکا او د هغې متحدانو اوتالی څټو داسلامی انقلاب له هماغه پیله تر دې دمه دایران د انقلابی او هوډمن ملت په ضد په بیلابیلو چلولونو اوبڼو کې پلان اواجرا کړی دی ، اسلامی انقلاب په اقتدار اوعظمت سره خپل پرتم او لوړوالی زیات کړی او ددښمنانو او دهغوی دګوډاګیانو په سترګو کې تل ازغی او خار شوی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ  دایران د وسله وال پوځ لوئې درسیتزوالۍ  ننن داسلامی انقلاب د سباؤن لسیزې په درنښت کې دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی ،  دامریکا پوچ قدرت ځوړتیا او له مینځّه تلل  او  داسلامی او دآزادی غواړو ملتونو  ویښتیا او  استکباری ضد هراړخیز غورځنګ رامینځةکیدا  دایران داسلامی انقلاب برکتونه او نتیجې دی .

  په دغې اعلامیې کې وئیل شوی دی ،  له ټولو سختیو ،تیریو او هغو ټولو دسیسو سره سره  چې  امریکا او د هغې متحدانو اوتالی څټو  داسلامی انقلاب له هماغه پیله تر دې دمه  دایران د  انقلابی او هوډمن ملت په ضد  په بیلابیلو چلولونو اوبڼو کې پلان اواجرا کړی دی ، اسلامی انقلاب  په اقتدار اوعظمت سره  خپل  پرتم او لوړوالی زیات کړی او  ددښمنانو او دهغوی  دګوډاګیانو  په سترګو کې  تل ازغی او خار  شوی دی .

  په دغې اعلامیې کې همداراز  دنړۍ په سیاسی جغرافیا کې  دسالامی قدرت درامینځةکونې د  زمینو برابرول او  دسرزورو او استعمار ګرو قدرتونو سره  مخامخیدا ، داسلامی انقلاب نور برکتونه بللی او وئیل شوی دی ،  نن سبا دایران  اسلامی انقلاب  له ۳۹کلونو تیریدا وروسته  چې  دخپل  ویاړمن او برکتناک ژونده ئې تیریږی ،توانیدلی دی ،  دنړیوال قدرت دمعادلاتو  په ګډوډولو سره ئې ،    دسیمه ایزو او له سیمې   د  ورآخوا بدلونونو   په ډګر کې   ئې  خپل ټاکونکی او اغیزشیندونکی  مقام له بل هروخته زیات پیاوړی کړی دی .