دایران ملت تل له دښمنانو سره دمقابلې لپاره تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i64677-دایران_ملت_تل_له_دښمنانو_سره_دمقابلې_لپاره_تیار_دی
ډاکټر روحاانی ټینګار کړی ، دایران ملت دنظام ډول ،په رای ګیرۍ سره وټاکۀ او دغه موضوع په درستې سیمې او نړۍ کې د ایران لپاره ستر ویاړ دی ،ځکه چې د ولس له شتون ،رای او نیوکو اوکرکتنو پرته دپرمختګ لاره نشی کچ کیدلی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2018 11:20 Asia/Kabul
  •   دایران ملت تل له دښمنانو سره  دمقابلې لپاره تیار دی

ډاکټر روحاانی ټینګار کړی ، دایران ملت دنظام ډول ،په رای ګیرۍ سره وټاکۀ او دغه موضوع په درستې سیمې او نړۍ کې د ایران لپاره ستر ویاړ دی ،ځکه چې د ولس له شتون ،رای او نیوکو اوکرکتنو پرته دپرمختګ لاره نشی کچ کیدلی .

زمونږخبریال راپورراکړ  دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر  حسن روحانی  نن  دایران  په جنوب کرمان ولایت کې  دسیرجان ولسوالۍ دخلکو په ټول کې  ووئیل ،  دایران  ولس   یوازینی انقلاب بریالی کړی ، چې   هیڅ یو بهرنی  قدرت ئې  ملاتړی نه ؤ  او د یوه هغه  بشپړ سنبال رژیم   په وړاندې په  اتحاد، قربانۍ ،سرښیندې  سره ودرید، چې درستو زبرځواکونو ترې ملاتړ کاوۀ .

 ډاکټر روحاانی ټینګار کړی ، دایران ملت  دنظام ډول  ،په رای ګیرۍ سره وټاکۀ او دغه موضوع   په درستې سیمې او نړۍ کې د ایران لپاره ستر ویاړ دی ،ځکه چې   د ولس   له شتون ،رای  او نیوکو  اوکرکتنو پرته  دپرمختګ لاره نشی کچ کیدلی .

 داسلامی ایران ولسمشر  ایران  دمینځنی ختیځ سیمې  یو خورا کرار او باثباته هیواد وبالۀ او وې وئیل ،  دایران اوسنی امنیت  د امنیتی  ځواک تر څنګ د ولس  په اتحاد اودریدا سره  ترلاسه شوی دی . هغه همداراز  وئیلی  هغه پروژې اوپلانونه چې   سیر جان ولسوالۍ ته په سفر کې  افتتاح کیږی ،  دایران  د ولایتونو په تاریخ کې کم ساری دی .

داسلامی ایران ولسمشر  نن سهار  په کرمان ولایت کې د سیرجان ولسوالۍ  له خلکو سره دلیدوکاتو او  دڅو عمرانی او صنعتی  پروژو دافتتاح  کولو لپاره  دغه ولایت ته په سفر تللی دی .