د ایران خارجه وزیر کویت ته لاړ
د ایرن د بهرنیو چار وزیر د عراق د بیا رغاونې په نړیواله غونډه کښې د ګډون لپاره نن مازیګر د یو سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ کویت ته لاړ.
د ایران د خارجه وزارت د ویاند بهرام قاسمي په وینا د ایران اسلامي جمهوریت به د عراق له بیارغاونې او اقتصادي پراختیا سره په مرسته کښې خپل حمایتي او رغنده رول جاري وساتي.
هغه عراق د ایران ګاونډی او دوست هیواد وباله او ویې ویل: تهران د عراق د بیارغاونې د نړیوالې غونډې د ترسره کیدو هرکلی کوي او د دغه هیواد د بیارغاونې په بهیر کښې د نړیوالې ټولنې ګډون ضروري ګڼي.
د نړۍ د څه باندې اویا هیوادونو استازي او د مختلفو هیوادونو کابو دوه زره د پانګونې شرکتونه په کویت کښې د عراق د بیارغاونې په غونډه کښې ګډون کوي.
دغه غونډه د کویت په کوربه توب پرون پیل شوې او سبا به هم دوام ولري.
د عراق یو چارواکي پرون ویلي وو چې هیواد یې د بیارغاونې لپاره ۸۸ میلیارډ او ۲۰۰ میلیون ډالرو ته ضرورت لري.