د لویدیځې آسیا ترټولو ستره ستونزه امریکا ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i65743-د_لویدیځې_آسیا_ترټولو_ستره_ستونزه_امریکا_ده
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار وویل: سیمې ته د امریکې د خارجه وزیر سفر په اسلامي هیوادونو کښې د سپينې ماڼۍ د پوځي او جنګي ماتې ښودونکی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 17, 2018 03:14 Asia/Kabul
  • د لویدیځې آسیا ترټولو ستره ستونزه امریکا ده

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار وویل: سیمې ته د امریکې د خارجه وزیر سفر په اسلامي هیوادونو کښې د سپينې ماڼۍ د پوځي او جنګي ماتې ښودونکی دی.

علي اکبر ولایتي پرون په بغداد کښې د عراق د بهرنیو چارو له وزیر ابراهیم جعفري سره په کتنه کښې زیاته کړه: سیمې ته د ریکس ټیلرسن سفر د اسلامي هیوادونو خلاف دسیسې په اجرا کښې د امریکې ماتې له مخکښې نه زیاته په ډاګه کړه او اوس د لویدیځې آسیا ترټولو مهمه ستونزه، امریکا ده.

په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار په دې خبرې سره چې اسلامي ایران په سیمه کښې د امریکې سیاسي، پوځي او امنیتي تحرکات په ځیر سره څاري، زیاته کړه: ایران، عراق او سوریه له یوبل سره په دوامداره ملګرتیا کښې نه پریږدي چې امریکایان یې په کُرد میشتو سیمو کښې نفوذ وکړي.

په دغه کتنه کښې د عراق د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم الجعفري هم د عراق په کورنیو امکاناتو او ظرفیتونو باندې په ټینګار سره وویل: کله چې ولسونه په کورونیو توانمنیو ملا وتړي، هیڅ دښمن یې په وړاندې نه شي دریدلی.

هغه په دې خبر سره چې له داعش سره مقابلې وښودله چې د ایران حکومت او خلک د عراق حقیقي وروڼه دي، وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې د مقاومت په سټراټیجک ملاتړ کښې مهم رول لري.