ایران د سیمې ترټولو امن او قدرتمند هیواد دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د نړیوالو دباونو سره سره د سیمې ترټولو امن او پياوړی هیواد دی.
محمد جواد ظریف پرون مازیګر په نوي ډیلي کښې د استوګنو ایرانیانو په ټول کښې دې ټکي ته په اشارې سره چې په ځینو کلونو کښې د ملګرو ملتو امنیت شورا د د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف یولړ بندیزونه ولګول، زیاته کړه: ایران په تیرو څلویښتو کالو کښې د سترو قدرتونو له ډیرو سختو بندیزونو او دباونو سره مخ پاتې شو خو تل پر ولسي قدرت باندې په ملا تړلو سره توانیدلی چې سترې بریاوې ترلاسه کړي.
هغه څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت نن سبا د خپل ولس په ملاتړ سره په نړیوال ډګر کښې یو فعال، موثر او رغنده رول پیدا کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداشان ټول چارواکي د ایران د خلکو خدمت کونکي وبلل او څرګنده یې کړه: علمي او اقتصادي پرمختګونه او په نړیوالو ډګرونو کښې کامیابۍ د ولس د ایثار او سرشیندنې په برکت دي او مسئولان باید د خلکو د خدمت لپاره لازیات کوشش وکړي.
د ویلو ده چې محمد جواد ظریف، هندوستان ته په سفر کښې له ولسمشر حسن روحاني سره ملګری دی چې د دغه هیواد د وزیراعظم نریندر مودي په بلنه د دریو ورځو لپاره هند ته تللی دی.